اسلام آباد۔27 مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د خيبر ضلعې په باغ سيمه كښې د ترهګرو په ضد عملياتو كښې د امنيتي ځواكونو شهيدو شوو ځوانانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د نائیک محمد اشرف بټ، لانس نائیک سید دانش افکار، سپاهی تیمور، ملک، سپاهی نادر صغیر او د سپاهی محمد یاسین كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ د ګل په ورځ په خپل پېغام كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د ځانونو قربانۍ وركوؤنكي اصل اتلان دي٬ ټول قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يو دے٬ ترهګر عناصر د هېواد او قام دښمنان دي۔ په دې مهال سپيكر شهيدانو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه