اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نوښار اضاخېل تھاڼې په حدودو كښې د ترهګرو په ډزو شهيد شوي کانسټېبل نور الله ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره د شهيد كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ دې ځايې څخه په جاري شوي بيان كښې داخله وزير ووئيل کانسټېبل نور اللہ د شهادت اعلی درجه ترلاسه كړه٬ د خېبر پښتونخوا پولیس د کانسټېبل نور اللہ قربانۍ ته سلام كوؤ۔ محسن نقوی ووئيل چې د خېبرپښتونخوا پولیس په مېړني فرزند شهيد کانسټېبل نور اللہ وياړ لرؤ۔ ده زياته كړه چې د خېبر پښتونخوا پوليس افسرانو او ځوانانو د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په فرنټ لائن پاتې كېدو سره د مړانې تاريخ رقم كړے دے۔