اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د چورلكې په پېښه كښې د ايران صدر٬ خارجه وزير او نورو ملګرو په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه ۔د ګل په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده د ايران حکومت او اولس سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره د صدر ابراهيم ريئسي په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل د ايران حکومت او اولس سره په غم كښې برابر شريك يو، ده ووئيل د پاك ايران اړيكو پحقله به د ايران صدر ابراهيم ريئسي خدمات عمر له ياد ساتلے شي۔