اسلام آباد۔29 جنوری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي حكومت د بې پرې او سپېځلو ټاكنو كولو عزم لري ٬ په 8 مه فرورۍ به ټولې بې بنسټه ډنډورې ختمې شي۔ نوې شروع كېدونكي ټي وي چېنل (اېك نيوز) سره مركه كښې وزيراعظم ووئيل د كانديدانو لخوا د ټاكنو كمپائن روان دے٬ د ټاكنو د ځنډېدو كوم كوټلے جواز نشته٬ په هېواد كښې د ټول ټاكنو نېټه د فرورۍ 8 مه نېټه ده او په دې ورځ به د ټاكنو ځنډېدو په اړه ټولې ډنډورې ختمې شي۔ ټاكنو څخه وړاندې يا وروستو د ټګۍ شكايتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل تېر وخت څخه زده كړه كولو څخه به پارليمان له قانوني ٬ انتظامي او الېكشن كمېشن په اړه ټولې كمۍ لرې كول وي۔ ده ووئيل ځايي او نړيوالې ميډيا سره سره مبصرین به هم د ټاكنو مانيټرنګ او كورېج كوي ، دا خبره به باوري كوؤ چې تر كومې ممكن وي د سيمې معيار له مخې به ټاكنې بې پرې او سپېځلې كولې شي۔ ده ووئيل سياسي ګوندونه د جعلي شناختي كارډونو د لارې په ټګۍ كښې ككړ پاتې شوي او د هغه كسانو لخوا هم رائے وركړے شوي كوم چې په حق رسېدلي۔ ده ووئيل د ووټنګ وخت به د فرورۍ په 8 مه نېټه سهار 9 بجو څخه تر ماښام 5 بجو وي۔ د قومي معيشت پياوړتيا ته پام لرنه كولو په حاجت زور راوړلو سره ده ووئيل د بده مرغه تر دې دمه كوم هم سياسي ګوند په معاشي صورتحال كښې د بهترۍ كومه ايجنډا نه ده رامخې ته كړې ۔ ده ووئيل ټولو سياسي ګوندونو له به ریونیو جنرېشن او ټېکس نېټ پراخه كولو له منصوبه بندي كول وي۔ په سکېنډینیوین هېوادونو كښې د 91 فیصد ټېکس ټو جی ډي تناسب مثال وركولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د ټېکس ټو جی ډی پی تناسب يواځې 9 فیصد دے۔ په ټېكس كښې زياتوالے به حكومت د اولس په وړاندې ځواب وركوؤكے كړي۔ د خپلو بهرنيو دورو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د خپل منصب ذمه وارۍ سنبالولو څخه سمدستي وروستو ما د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون وكړو ٬ وروستو مې د اروپا دوره وكړه۔ دغسې ما په چين كښې په بي آر آئي فورم ٬ اي سي او سمټ او كوپ 28 كښې ګډون كړے چرته چې ماته نړيوالو لارښودو سره د خبرو كولو او په دوه اړخيزه لوظنامو د لاس ليك كولو موقع ترلاسه شوې۔ ده ووئيل نګران حكومت له به د خارجه پالېسۍ چارې مخ په وړاندې بوتللو له هم خپل كردار ترسره كول وي۔ د غېر قانوني بهرنيو وګړو خپلو هېوادونو ته د ستنولو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان يواځې هغه بهرني وګړي خپلو هېوادونو ته لېږلي د كومو چې نه شناخت ؤ او نه كوم ريكارډ او داسې كسان به د سم پاسپورټ او وېزې د لارې يو وارې بيا پاكستان ته راتللے شي۔ ده ووئيل په نګران حكومت ټكونه كوله سم نه دي ولې چې دا اقدامات قانوني دي او د كابينې د منظورۍ سره سره د قانون وزارت توثيق هم لري