افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان٬ افغانستان او د سعودي مكه المكرمه كښې علماء كنفرنس

image

اسلام آباد/ مکة المکرمة 10 جون (اے پي پي) افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان٬ افغانستان او د سعودي په مكه المكرمه كښې د علماء كنفرنس شوے۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې د كنفرنس په پايه كښې 14 نكاتي افغان امن اعلاميه جارې كړې شوې ۔ د رابطه عالم اسلام تر سېوري لاندې په مكه مكرمه كښې په تابيا شوي كنفرنس كښې پاكستان څخه د مذهبي چارو وزير پير نورالحق قادري په مشرۍ كښې د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاکټر قبله اياز ، سعودي عرب كښې د پاکستان سفير بلال اکبر او په او آئي سي كښې د پاکستان مستقل استازي رضوان سعيد شېخ ګډون كړے۔ اسلام آباد او كابل څخه يو شمېر علماﺀ كرامو د ويډيو لنك د لارې په كنفرنس كښې ګډون كولو۔ کنفرنس ته وفاقي وزير پير نور الحق قادري د خاص وېنا نه علاوه سفير جنرل (ر) بلال اکبر، او آئي سي كښې د پاكستان مستقل استازي رضوان سعيد شيخ، د رابطه عالم اسلام عمومي سېكتر محمد بن عب الکريم عيسي وېنا وكړه۔ پاكستان څخه په كفنرنس كښې د وېډيو لنك د لارې مفتي تقي عثماني ، حافظ طاهر محمود اشرفي، مولانا عبد الخبير آزاد، پروفيسر ساجد مير، مولانا محمد حنيف جالندھري، مولانا عبد المالک، علامه افتخار حسېن نقوي، مولانا محمد شريف سيالوي، مولانا راغب نعيمي، مولانا عبد الکريم، مولانا فضل الرحمن خليل ، مولانا حامد الحق، يوسف الدرويش، مفتي عبد الرحيم، پير سيد علي رضا بخاري او مولانا قطب ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں