اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان ټېلي فون انډسټريز آف پاكستان (ټي آئي پي)د دفاعي پېداوار وزارت ادارې اېن آر ټي سي ته په سپارلو د وزيراعظم عمران خان مننه كړې ۔د نهې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان د هري پور اولس ته مباركي وركولو سره ووئېل وفاقي كابينې ټي آئي پي اېن آر ټي سي ته د سپارلو منظوري وركړی۔ده ووئيل د هري پور مهم صنعت به بيا فعاله او موثر كولے شي۔ده ووئيل د ټي آئي پي آپرېشنل سره به د ټېكنالوجۍ مهمه څانګه كښې په ځايې توګه د روزګار ګڼ شمېر موقعې رامخې ته شي۔ده ټېلي فون انډسټريز آف پاكستان(ټي آئي پي)د دفاعي پېداوار وزارت ادارې اېن آر ټي سي ته په سپارلو د وزيراعظم عمران خان مننه هم كړې۔