د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وي. د موسمياتو محكمه

image

اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو 24 ساعتونو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك وي خو په بالائي خېبر پښتونخوا، كشمير او نزدې غره ايزو سيمو كښې په ځينې ځايونو سېلې او پړق پړوق سره د باران ورېدو امكان هم دے. د موسمياتو محكمې رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم ګرم او خشك او په سندھ، جنوبي او مېنځني بلوچستان او سوئيلي پنجاب كښې ډېر ګرم و. په مري، راولاكوټ، ژوب او باركهان كښې باران ورېدلې.

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں