د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اېم اېل ون منصوبې د پېشرفت په اړه د جاج اخستو غونډه

image

اسلام آباد ۔ 29 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د اېم اېل ون منصوبې په پېشرفت كښې د تندوالي راوستو امر كولو سره وئيلي دي د دې منصوبې بشپړېدو سره به يو خوا د رېلوے نظام كښې جدت راشي نو بلخوا به اولس ته د مزل او فريټ غوره آسانۍ ترلاسه شي۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ د اېم اېم ون منصوبې د پشرفت جاج اسختو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد نه علاوه وفاقې وزير مخدوم خسرو بختیار، د رېلوے سېكتر سکندر سلطان راجا، سی ای او ریلویز محمد آفتاب اکبر او نور لوړ پورو ګډون وكړو۔د رېلوے وزیر وزیراعظم د اېم اېل ون منصوبې تر اوسه د شوي پېشرفت نه خبر كړٶ۔ په دې موقع وزیراعظم عمران خان ووئيل د اېم اېل ون منصوبه د سي پېك منصوبو مهمه او ستراتېژك پروژه ده٬ د دې بشپړېدو سره به يو خوا د رېلوے نظام كښې جدت راشي نو بلخوا به اولس ته د مزل او فريټ غوره آسانۍ ترلاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل په رېل كښې عام وګړي سمزل كوي او دې لپاره د رېل مزل او اثاثې محفوظولو لپاره ټولې ممكنه هڅې وكړئ۔

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں