د شوال المکرم مياشت ليدلو له د رويت هلال كمېټۍ غونډه سبا كېږي

image

اسلام آباد ۔ 2 جون (اے پی پی) د شوال المکرم مياشت ليدلو له د رويت هلال كمېټۍ غونډه سبا د نهې په ورځ كراچۍ كښې كېږي۔ د مذهبي چارو وزارت ترمخه د مركزي رويت هلال كمېټۍ چيئرمېن مفتي منيب الرحمن به د زونل كمېټۍ (سندھ) غونډې مشري كوي۔ د كمېټۍ نور غړي به په خپلو اړوندو ځايونو كښې د زونل او ډسټركټ رويت هلال كمېټيو غونډو كښې ګډون كوي۔ د اسلام آباد كمېټۍ غونډه به د مذهبي چارو وزارت كښې كېږي۔ درويت هلال كمېټۍ چيئرمېن به د مياشت په نظر د راتلو يا د اطلاعاتو د ترلاسه كېدو په بنياد د پرېكړې اعلان كوي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں