خارجه وزير شاہ محمود قریشی د پينډۍ چیمبر دستورې ته خطاب

image

پينډۍ 07 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي سوئيلي اسياﺀ كښې امن سره معاشی پرمختګ ممكن دے ، په معاشی سفارتکارۍ اډانه پالیسۍ ترمخه هېواد به په اقتصادی توګه قوي كولې شي،سوداګره ورورولي سره به رابطې زياتولې شي دغسې چې نوې آئیډیاز رامخې ته شي، د سېلګرۍ څانګې پرمختګ لپاره ضروری ده چې اکنامك ډپلومیسی ته وده وركړې شي، پاکستان د ګندھارا او بدھ مت تهذیب ورثه لري، حاجت د دې خبرې دے چې ټول سټيك هولډرز په ګډه كار وكړي۔ د پينډۍ چیمبر د سيورې لاندې د چیمبرز صدرانو کنفرنس خوشبينه دے۔د آر سی سی آئی جاری شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير شاہ محمود قریشی د پينډۍ چیمبر آف کامرس د سيورې لاندې 11م آل پاکستان چیمبرز صدرانو کنفرنس دويمې ناستې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د سعودی ولی عهد دورہ کامیابه وه۔ سی پیك كښې د سعودی لويه سرمايه كاري متوقع ده۔ د ملائیشیا وزیراعظم مهاتیر محمد به روانه مياشت د پاکستان دورہ کوي او هغه سره به يو لوئ تجارتي پلاوې هم راځي۔ده ووئيل پاکستان د هند سره امن له خوښې لري۔ سيمه كښې تاؤ ترېښوالې نه غواړو خو كه هند د جارحیت هڅه وكړه نو بشپړ ځواب به وركولې شي۔ خارجه وزير ووئيل مونږ ته پھ ورثه كښې خراب معشیت پاتې شوې،د خزانې وزارت ځينې اقدامات کړې۔ د ټول سټيك هولډرز سره پھ ګډه به داسې پالیسۍ راوړلې شي چې ورسره به برآمدات زيات شي۔ كركيله او مینو فیکچرنګ څانګې له به پرمختګ وركولې شي۔ دې څخه وړاندې د چیمبر ملك شاهد سلیم هم خطاب وكړو۔ ده اوسني تاؤ ترېښوالې كښې ده خارجه وزارت د اړخه كوټلې سفارت کاری وستائله او باور ئې وركړو چې سوداګره ورورولي به د حکومت او وسله والو ځواكونو سره ولاړه وي

مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں