راځې چې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره په ګډه خبرو اترو ته كېښنو٬ د پي ټي آئي باني چيئرمېن كه په زندان كښې ستونزې لري نو خبر دې راكړي۔ وزيراعظم شهباز شريف

image
APP65-160524 ISLAMABAD: May 16 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses a reception held in the honor of Pakistan Hockey Team. APP/TZD/ABB

اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف اپوزيشن ته د روغې جوړې بلنه وركولو سره وئيلي دي راځۍ چې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره ټول په ګډه خبرو اترو ته كېښنو ٬ د پي ټي آئي باني چيئرمېن ته كه په زندان كښې ستونزې ورمخې ته وي نو خبر دې راكړي٬ د كېنسر رنځ لرلو باوجود ما په زندان كښې نه دي ژړلي٬ مونږ نه غواړو چې كوم زياتي مونږ سره شوي ھغه دوي سره هم اوشي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سني اتحاد کونسل غړي علي محمد خان لخوا د كابينه ډويژن په مطالبات زر د كمي په تحريك بحث كولو سره د پورته كړو نكاتو په ځواب وزيراعظم ووئيل د علي محمد خان لپاره زما په زړه كښې ډېر احترام دے٬ دوي سره د كال 2018 اسمبلۍ راهسې ښه تعلق لرم، مونږ د كال 2018 د انتخابات نتيجې باوجود د ګېلو منلې وې بلكې دې ايوان ته هم راغلي وو٬ ما د اپوزيشن ليډر په حېث خپل وړومبي تقرير كښې د ميثاق جمهوريت په ډول د ميثاق معيشت وړاندېز وركړے خو زمونږ دغې وړاندېز ته سپك وكتل شول او رد كړے شو ٬ ده ووئېل په دې ايوان كښې چې كومې چغې سورې وهلې شوي ھغه زمونږ د تاريخ يو تور باب دے۔ ده ووئيل مونږ د سياسي او يوې هم څاڼكې سره د تعلق لرونكې يو كس سره هم د زياتي كولو په حق كښې نه يو٬ د انصاف تله درنه پكار ده۔ وزيراعظم ووئيل په دغه وخت كښې د اسمبلۍ په دوېم كال بجټ بحث په مهال ما خپل تقرير كښې د ميثاق معيشت وړاندېز وركړے ؤ خو بيا هم زمونږ وړاندېز مسترد كړے شو او توهين آميز چغې ووهلې شوې۔ ده ووئيل دې ايوان له كتل پكار دي چې د دې تريخوالي ذمه وار څوك دي٬ نن د خپلواكۍ 76 كاله تېرېدو نه پس هم مونږ هلته ولاړ يو چرته چې مونږ يو بل سره د ستړې مشو كولو نه هم ېرېږو۔ ده ووئيل په دې ايوانونو كښې په ماضي كښې په يو بل بلها تنقيد هم شوے ٶ٬ د يو بل مخالفت هم شوے ٶ خو د هغې باوجود به د يو بل په غم دړد كښې شريك كېدلو۔ ده ووئيل كه باني چيئرمېن ته په زندان كښې ستونزې ورمخې ته وي نو مونږ دې اګاه كړي۔ ده يو ځل به په ګډه ناسته سره د چارو سمولو وړاندېز وركولو سره ووئيل علي محمد خان له په خپل تقرير كښې د دې خبرې هم ذكر پكار ؤ چې كله زما مور پحق ورسېده ھغه وخت زه په زندان كښې ووم او په دغه ورځ زما پېشي وه٬ ما د زندان سپرنټنډنټ څخه د پيشۍ نه استنثا وغوښتله خو ھغه انكار وكړو او وې وئيل چې مونږ ته امر دے چې دا عدالت ته وړاندې كړئ، بيا زه د بنديوانو په ګاډي كښې پېشۍ له بوتللے شوم۔ وزيراعظم ووئيل زما كېنسر ٶ خو بيا هم ما كله داسې نه وٶ ژړلي٬ كله چې زه د مور د مرګ په ورځ عدالت ته وړاندې كړے شوم نو زما وكيل هم استثنا وغوښته خو د وخت جج ووئيل چې ګواهان رابللې شوي په هر صورت به بيان رېكارډ كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل خواجه آصف او د رانا ثناء الله پشمول سياسي بنديوان په زمكه سملولې شول٬ انډر ټرائل بنديوانو او د سزاوارو تورنو په حقونو كښې فرق وي٬ مونږ ټول انډر ټرائل بنديوان وٶ٬ خو مونږ ته د داروګانو او خوراك رواړلو اجازه نه وه۔ ده ووئيل مونږ نه غواړو چې مونږ سره شوي زياتۍ دوي سره اوشي، هېواد مخ په وړاندې بوتللو او د پرمختګ او سوكالۍ لپاره مونږ دوي ته بيا بلنه وركوٶ چې راځۍ په ګډه خبره وكړو ځكه چې دې نه علاوه بله لاره نشته۔

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں