وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران ارواښاد صدر، خارجه وزير او د ھغوي ملګرو لپاره په يادګاري دستوره كښې ګډون

image

تهران 22 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران ارواښاد صدر ډاکټر سيد ابراهيم رئيسي، خارجه وزير حسېن امير عبد اللهيان او د ھغوي د ملګرو كوم چې د مئي په 19مه نيټه كال 2024 كښې د چورلكې په پېښه كښې په حق رسېدلې لپاره په راجوړه كړې يادګاري دستوره كښې ګډون كړے٬ وزيراعظم د ارواښاد صدر د ايران پرمختګ٬ سوكالۍ٬ د پاك ايران اړيكو ودې لپاره خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د دستورې په مهال وزيراعظم ھغه هال ته هم لاړو چرته چې د ارواښاد ابراهيم ريئسي مړے اېښودے شوے ٶ٬ وزيراعظم د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ وزيراعظم د ارواښاد صدر د ايران پرمختګ٬ سوكالۍ٬ د پاك ايران اړيكو ودې لپاره خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران لنډ مهاله صدر ډاکټر محمد مخبر سره د پاکستان حکومت او اولس لخوا غمرازي ښكاره وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د صدر ډاکټر سيد ابراهيم ريئسي او د خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان او نورو ملګرو د شهادت په خبر دړدېدلي٬ مونږ د غم په دې ګهړۍ كښې غمژنو كورنيو او د ايران اولس سره د غمرازۍ څرګندونه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ ټولې همدردۍ د شهدايانو كورنيو او د ايران اولس سره دي٬ ټول پاکستانے قام په دې سخت وخت كښې د ايران خپلو وروڼو سره ولاړ دے۔ وزيراعظم ووئيل صدر ريئسي د پاكستان عظيم دوست ٶ ٬ د هغوي تېره مياشت د پاكستان دورې په مهال اولس سره تېرې كړې لمحې به تل ياد ساتلې شي ۔ وزيراعظم د ايران لنډ مهاله صدر ډاکټر محمد مخبر لپاره هم د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، داخله وزير سيد محسن نقوي، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري وو۔

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں