د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ د قومي ورثه او كلتور ډويژن چارج سنبهال كړو٬كلتور زمونږ د قامي پیژندګلۍ مهمه برخه ده٬د پاكستان كلتور ورثه به د راتلونكو نسلونو لپاره خوندي كول وي۔عطاﺀالله تارړ

image

اسلام آباد 20مئی(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ د ګل په ورځ د قومي ورثه او كلتور ډويژن چارج سنبهال كړو ۔د قومي ورثه او كلتور ډويژن ته د رسېدو په مهال د قومي ورثه او كلتور وفاقي سېكرټري او نورو چارواكو د وفاقي وزير عطاﺀالله تاړ هركلے وكړو۔د قومي ورثه او كلتور ډويژن سېكرټري وفاقي وزير ته د قومي ورثه او كلتور ډويژن چارو په اړه بريفنګ وركړو ۔په دې موقع په خبرو كښې وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ ووئېل د پاكستان قومي ورثه او كلتور ډويژن ذمه واري زما لپاره اعزاز او مهم چېلنج دے او زه وياړ لرم چې د پاكستان په قومي او نړيواله كچه د خذمت كولو موقع راته ترلاسه شوې۔ده ووئيل پاكستان يو داسې هېواد دے د كوم تاريخ او كلتور چې ډېر متنوع دے٬كلتور زمونږ د قومي پېژندګږۍ برخه ده۔ده ووئيل پاكستان قوي كلتور ورثه لري ۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان كلتوري پیژندګلۍ ته به په نړيواله كچه وده وركولې شي۔ده د كلتور څانګې ټولو اسټيك هولډرز پشمول فنكارانو٬كلتوري ادارو او اولس سره په كډه د كار كولو عزم څرګندونه كولو سره ووئېل مونږ له به د پاكستان كلتور ورثه د راتلونكو نسلونو لپاره خوندي كول وي۔په دې موقع د اطلاعات وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد او پرنسپل انفارمېشن افسر مبشر حسن هم موجود وؤ ۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں