د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې د هيواد معيشت يو وارې بيا په سم لوري د روانولو عزم لرؤ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د جاپان سفير مټسو هيرو واډا سره خبرې

image

اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د وزیراعظم شهباز شریف د وژن له مخې د هېواد معيشت يو وارې بيا په سم لوري د روانولو عزم لرؤ ، د موجوده حكومت په اقتدار كښې راتللو څخه وروستو د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې تندي رامخې ته شوې۔ دا خبره ده په پاكستان كښې تعينات د جاپان سفیر مټسو هیرو واډا سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه سفارتي اړيكو ٬ د ميډيا په څانګو كښې په همكارۍ ٬ فېك نيوز او د حكومت د معاشي اقداماتو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو د پاكستان او جاپان ترمينځه همكارۍ ته په لا پراختيا وركولو موافقت وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان او جاپان يو بل سره د ملګرتيا او همكارۍ پخوانۍ اړيكې لري٬ جاپان د پاكستان مهم پرمختيائي همكار پاتے شوے دے٬ په هر سخت وخت كښې جاپان د پاكستان مرسته كړې ده۔ ده ووئيل جاپان انټرنېشنل کوآپرېشن ایجنسی (جائیکا) د پاكستان په پرمختګ كښې مرسته كوي۔ وفاقی وزیر د جاپان سفير د حكومت معاشي اقداماتو څخه خبرولو سره ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې د هيواد معيشت يو وارې بيا په سم لوري د روانولو عزم لرؤ۔ ده ووئيل حكومت ټېكس نېټ پراخا كولو له په اېف بي آر كښې د اصلاحاتو په شمول د چاپېريال پياوړتيا او سرمايه كارۍ ته وده وركولو له ګامونه پورت كړې دي۔ دې سره سره نجي څانګې ته په كاروبار كښې آسانۍ وركولو له هم ګامونه پورته كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د موجودہ حکومت په اقتدار كښې راتللو څخه وروستو د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې تندي رامخې ته شوې ده۔ نړيوالې مجلې هم د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې د لا بهترۍ پېشنګوئي كړې ده۔ په ملاقات كښې فېك نيوز تدارك او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګو كښې اړيكو ته وده وركولو سره په اړوندو چارو هم غور وكړے شو۔ وفاقي وزير ووئيل ګرده نړۍ د فېك نيوز چېلنج سره مخ ده٬ په دې قابو موندلو له د كار كولو حاجت دے۔ په دې موقعه د جاپان سفير پاكستان سره په مضبوطو اړيكو كښې خوښي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د پاكستاني حكومت د كاروباري طبقې آسانيو لپاره اقدامات به پاكسان جاپاني سرمايه كارو لپاره زيات زړه راكښونكې منزل جوړ كړي۔

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں