اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب په ډېره اسماعيل خان كښې د کسټمز په عمله د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره د ډزو په نتيجه كښې د ملازمانو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه ۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ غمژنو كورنيو ولاړ يو٬ د شهيدانو قربانۍ به عبث نه شي۔ ده ووئيل اېف بي آر او پاکستان کسټمز به د قاچاق خاتمې لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي