الیکشن کمېشن د صدارتی انتخاب شیډول جاری کړو،پولنګ به په 9 مارچ کېږي

image

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) الیکشن کمېشن د صدارتی انتخاب شیډول جاری کړې دے ،پولنګ به په 9 مارچ کېږي۔د جمعې په ورځ د الیکشن کمېشن د اړخه جاری شوې شیډول له مخې كانديدان به به د نامزدګۍ کاغذونه تر 2 مارچ د ورځې 12 بجے جمع کوي۔ریټرننګ آفیسرانو د اړخه د هغوې جانچ پړتال به په 4 مارچ تر 10 بجے كېږي۔كانديدانو د اړخه د نامزدګۍ کاغذونه به تر 5 مارچ 12 بجے بيرته اخستلې كيدې شي۔په دغه ورځ به د كانديدانو حتمی فهرست جاری کولې شي۔ پولنګ به په 9 مارچ د ورځې 10 بجو نه تر مازيګر 4 بجے كېږي۔دې لپاره به 5 پولنګ سټېشني جوړولې شي۔څلورو واړو صوبائی اسمبلیو ودانو كښې جوړې پولنګ سټیشنو كښې به د صوبائی اسمبلیو غړي خپل ووت كاسټ كوي۔د قامی اسمبلۍ او سېنېټ غړو لپاره به پارلیمنټ هاؤس د پولنګ سټیشن په توګه استعمالولې شي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں