اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) منتخب وزیراعظم محمد شهباز شریف اپوزیشن له میثاق معیشت او مفاهمت بلنه وركولو سره وئيلي راځئ چې په ګډه د پاکستان قسمت بدل كړو او د پېښو چيلنجونو مخنيوې وكړو ، غريبۍ كمولو ، روزګار وركولو ، معاشی انصاف، آرزان او سمدستي انصاف زمونږ نصب العین دې ، بهرنۍ سرمایه کاري زياتولو له ویزه فری انټری آسانۍ وركړو،د برېښنا بيعې كمولو لپاره تیل څخه د برېښنا پیدا کونكو کمپنو په سمدستي توګه متبادل ذريعو څخه د برېښنا پیداوار ته پام لرنه وكړو، سرمایه کاری او کاروبار دوست ماحول په لاره كښې ولاړ خنډانو پخوانې قوانین خاتمه وكړو،ټول هېواد كښې به د ښه ټرانسپورټ جال خپرولې شي،د برېښنا او ټیکس غلو مخنيوې لپاره به ټول كردار ترسره كوو ، ایف بی آر كښې به خودکار نظام معارفي كولې شي،اوس خواري كول غواړم۔د اتوار په وزیراعظم منتخب كيدو نه پس قامی اسمبلۍ غونډې ته وينا كښې منتخب وزیراعظم محمد شهباز شریف د اعتماد په څرګندونه د ټولو اتحادی ګوندونو مشرانو آصف علی زرداری، بلاول بھټو زرداری، ډاکټر خالد مقبول صدیقی، چوهدری شجاعت حسین، چوهدری سالك حسین، عبدالعلیم خان، سردار خالد مګسی او ټولو غړو مننه وكړه۔ منتخب شوې وزیراعظم ووئيل د محمد نوازشریف په قیادت كښې چې په هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ كوم انقلاب راغلې هغه مثالي دے۔ دا ووئيل به غلط نه وي چې محمد نوازشریف معمار پاکستان دې، 20٬ 20 ساعته لوډ شیډنګ هم د هغه په دور كښې ختم شوې ؤ ۔ منتخب وزیراعظم ووئيل قام به د شهید ذوالفقار علی بھټو خذمات عمر له ياد ساتي چا چې پاکستان د جوهری طاقت جوړولو بنياد اېښودلې ؤ خو ذوالفقار علی بھټو د عدالتی قتل ښکار كړې شو۔ منتخب وزیراعظم ووئيل دا ووئيل مخ په وړاندې نه شم تللې چې د شهید ذوالفقار علی بھټو لور محترمه بینظیر بھټو شهیدې د جمهوریت، قانون او انصاف لپاره د خپل ځان قرباني وركړې۔ده ووئيل محمد نوازشریف له په دې خبره سزا وركړې شوي ډې هغه ټول هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ مینار جوړ كړې،د هېواد تقریباً ټولې اولسې او د مهم نوعیت په منصوبو د هغه تختۍ لګيدلې۔ده ووئيل هم په دې وجه هغه زندان ته لېږلې شوې،په هغه ناجائز کیسونه جوړ شوې ؤ او هغه د هېواد څخه په بهرتللو مجبور شوې ؤ ۔ مریم نوازشریف په زندان كښې اچولې شوې وه ، آصف علی زرداری خور هم زندان كښې اچولې شوي وه ، محترمه بینظیر بھټو شهیده ګړې وشي ، د دې ټولو ظلمونو باوجود نوازشریف، آصف علی زرداری او بلاول بھټو زرداری چري هم د پاکستان د مفادات په ضد خبره كول ليری ، داسې سوچ هم نه دې كړې۔كله چې بینظیر بھټو شهیده شوه نو آصف علی زرداری د پاکستان کھپے غږ پورته كړو،دا هغه فرق دے كوم چې دې قامی قیادت د پاکستان په تاریخ كښې ترسره كړې، بل پلو زه په دې وئيلو مجبور شوې يم چې كله چې د هغوې حکومت راغلو نو ټول اپوزیشن زندان ته ولېږلې شو ، ميرمنو او مشرانو پرواه هم ونه ګړې شوه۔ اپوزیشن په ضد ناوړه الفاظ استعمال کړې شوي زه هغه وئيلي هم نه شم۔ پاکستان او د پاك پوځ په ضد غلكي ډنډورې شوي تر دې چې د پاکستان سلامتیا او بقاء په مهمو چارو د دوه صوبو د خزانې وزيرانو ته وئيلي شوې چې د آئی ایم ایف په اړه كومه مرسته ونه كړئ ، دا د قیادت فرق دې۔ منتخب وزیراعظم ووئيل ټول ايوان ګواه دې چې مونږ چرې ادلے او د بدلے سیاست سوچ هم نه دې كړې۔مونږ عمر له امناكه هلې ځلې كړي، خو قام هغه ورځ هم ليدلې ده كله چې په 9 مئی په ادارو بريد شوې ٬ په جی ایچ کیو، کور کمانډر هاؤسز او ایئر فیلډز بريدونه شوي او هغه په نښه كړې شوي۔ يو عام پاکستانې چرې دا ډول تصور هم نه شي كولې۔منتخب وزیراعظم وئويل د ګڼو شهيدانو په ورثاء څه تير شوې كومو چې د خاوري سره د مينې په څركندونه كښې د ترهه ګرۍ په مړيانه مقابله کړې۔ وزیراعظم وئويل د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو لپاره د دې قام ځوانانو د خپلو څانونو قربانۍ وركړې دي۔ منتخب وزیراعظم ووئيل په هېواد مشکل صورتحال هله راغلو كله چې اتحادی ګوندونو د پاکستانی او سیاستمدار په هيڅ د خپل سیاست د قربانۍ وركولو پريكړه كړي۔ده راجه پرویز اشرف ته د سپیکر په هيڅ په کردار ترسره كولو پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل پاکستان يو شمير وسائل لري۔دې ايوان ته د څلورو واړو صوبو څخه تر ټولو قابل وګړي راغلې دي،مونږ به په ګډه هېواد د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانوو۔ پاکستان ګڼ شمير ځوانان زمونږ قيمتي اثاثه ده ، چیلنجو به په ګډه مقابله كوو او پاکستان به په سم پلو روانوو،دا کار مشکل ضرور دې خو ناممکن نه دې۔ منتخب وزیراعظم هېواد ته د پېښو اقتصادی چیلنجونو او مشکلاتو ذکر کولو سره ووئيل مونږ دپاکستان د چیلنجونو څخه خبر يو، روان مالی كال په مهال 12300 اربه روپۍ محصولات هدف مقرر کړې شوي ، این ایف سی ایوارډ نه پس 7 زره 300 اربه روپۍ وفاق سره پاتې شوي ، سود ادائیګی 8 زره اربه روپۍ ده ، 700 اربه روپۍ خسارې سره روان يو ، په داسې كښې به د پرمختيائي پرووو ، صحت او تعلیم سهولیات، ملازمانو تنخاګانې چرته څخه وركوو،دا هر څه په قرض د پاڅه قرض اخستلو سره څو كلونو راهسې وركړې كېږي، دا د 25 کروړه اولس لويه مسئله ده ۔ اپوزیشن احتجاج کونكو غړو ته مخاطب کيدو سره نوې منتخب وزیراعظم وئويل دا كسان چې په كوم ايوان كښې ناست دي د هغوې واجبات به هم قرض اخستلو سره وركولې شي ،آيا شور شرابا پكار ده يا نه۔ د دې پريكړه به تاریخ کوي ، مونږ 80 زره اربه روپۍ قرضې اخستلې دي ، آيا يو اتومي هېواد پاکستان دا بوجھ زغملے شي۔ منتخب وزیراعظم ووئيل مونږ به په ګډه هېواد د سخت وخت څخه اوباسو،مونږ به د خپلو قائدینو او اتحادیانو سره په ګډه پاکستان عظیم هېواد جوړوو او مخ په وړاندې به ځو۔ ده ووئيل د برېښنا بيعو كښې زياتوالې يو لوئ چیلنج دې ، 2300 اربه روپۍ ګرځنده قرض دې ، 3800 اربه روپۍ د برېښنا ترسیل او وصولی 2800 اربه روپۍ دي ، ييا دا د زغملو دي۔ وزیراعظم وئويل يو زر ارب روپو سره هېواد كښې ګڼ شمير ښه روغتونونه او پوهنتونونه جوړيدلې شي ، زرعی او انفارمېشن ټیکنالوجی انقلاب راتللې شي خو يو زر اربه روپۍ خساره كښې روان يو۔ځينې سرکاری ادارو كښې 600 اربه روپۍ خساره ده ، پی آئی اے تير دور كښې د يو وزير د ریمارکس نه پس نړۍ كښې بنديزونو سره مخ شوې ، په دې حالاتو كښې د پرمختګ خواب ليونې ويني ،مونږ به پاکستان د دې سخت وخت څخه اوباسو،د برېښنا او ګاز د غلو ټول بوجھ په غریب اولس دې،مونږ له به د برېښنا او ټيكس غلو مخنيوې كول وي، د دې ذمه واري به پخپله سنبھالوم۔ خود کار جدید ټیکنالوجی به ډير زر نافذ کړې شي۔نوې حکومت اقدامات سره به ګراني كمه شي ، روز ګار به زيات شي او قرض به ختم شي۔د دې لپاره ټولو مشرانو له به په ګډه ګامونه پورته كول وي۔د دې اقداماتو ميوې به په يو كال كښې رامخې ته شي۔ منتخب وزیراعظم وئويل پاکستان زمونږ د ټولو دې،د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې به ټول برخه اچوو او خپل مقام به ترلاسه كوو۔ده د معاشی منصوبو څخه خبرولو سره ووئيل آئی ټی برآمدات به ز ياتولې شي ، زراعت څانګه كښې به ښه والې راوستلې شي ، نوازشریف كروندګرو له ټیوب ویلو لپاره آرزانه برېښنا وركړې وه ، مونږ د پنجاب څخه جعلی داروګان ختم كړې ؤ ، په سره سبسډی نيغ په نيغه به كروندګرو له وركولې شي۔د تخم مافیا به ختمولې شي ، نړۍ څخه تر ټولو اعلیٰ تخم منظورولو سره به كروندګرو له وركولې شي، جعلی داروګان به ټول پاكستان څخه ختمولې شي، صوبو سره په ګډه د هغوې په رهنمائی كښې به كار كولې شي ، لائیو سټاك څانګه به ښه ك ولې شي۔ ده وئويل ټول هېواد كښې به د فعاله ټرانسپورټ نظام جال خپرولې شي۔ وفاق كښې به جدید درملنې آسانۍ وركولې شي۔ده ووئيل اهل زدكونكو له به بهر نړۍ كښې نړيوالو پوهنتونونو كښې سکالرشپس وركولې شي دغسې چې دا بچي خپل مقام پيدا كړي۔ده ووئيل آرزان او سمدستي انصاف نظام به مشاورت سره راوستلې شي۔ سنګین جرمونو نه غير ماشومانو د كومو سزا جې دوه كلونو څخه كمه پاتې شوي د هغوې سزا به بخښلې او هغوې له به د هنر مندۍ تربیه وركولو سره د ټولنې وقار لرونكې وګړې جوړولې شي۔ده ووئيل 9 مئی په پېښو كښې ككړ كسانو له به ضرور سزا وركولې شي خو په دې كښې چې څوك ككړ نه دې هغه ته به څه هم نه شي وئيلي، د شهیدانو د يادګارونو بے حرمتی کونكو له به سزا وركولې شي۔ منتخب وزیراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره به په قامی ایکشن پلان عمل کولې شي، نوازشریف په دور كښې ترهه ګري ختمه شوې وه خو بيا دې نه پس د سیاسی مقصدونو لپاره بيرته پيل كړې شوه،مونږ به ترهه ګري ختموو۔ده ووئيل د اقلیتونو د حقونو تحفظ او پاسداری زمونږ مذهبی ذمه واري ده، ميرمنې نيمه آبادي ده هغوې به خپلواكه كولې شي دغسې چې قامي پرمختګ كښې خپبه برخه شامبله كړي ۔ ده ووئيل ټیکس ریفنډ كښې د تاخیر به مخنيوې كولې شي،تير وخت كښې به د رشوت نه غير ټیکس ری فنډ نه كيدو ۔ 10 ورځو كښې ایف بی آر كه ټیکس ریفنډ نه كړو نو ځواب به ورله وركول وي۔ منتخب وزیراعظم ووئيل امریکا، اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو سره به اړيكو كښې لا ښه والې راوستلې شي ، چین، سعودی عرب، ترکیه، قطر، یو اے ای په هر ښه او بد وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړي۔ شهباز شریف ووئيل غزه او د هند په غیر قانونی قبضه كښې په جمو او کشمیر كښې قتل عام روان دې، غزه كښې د اسرائیل بدترینه ترهه ګري روانه ده ، اسرائیل د ترهه ګرۍ څخه نه منع كول د افسوس وړ خبره ده۔ کشمیر كښې بے ګناه کشمیریانو وينه بهيږي او نړيواله ورورلي په دې خاموش ده ، فلسطین او کشمیر كښې د ظلمونو دې ایوان مذمتی قرارداد منظور کړې ، پاکستان به د دې د حل لپاره كردار ترسره كوي۔ ده وئويل ماحولیاتی او موسمیاتی بدلون له امله پاكستان ځپلې شوي، موسمیاتی بدلون په وجه 2022ء كښې په پاکستان كښې بدترین سېلاب راغلې ، د هغې مخنيوي لپاره به ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل ټاكنو كښې د ګيلو آزالې لپاره اړوندې ادارې شته ، آئی اېم اېف ته د خط ليكلو څه حاجت ؤ ، دا غیر ملکی مداخلت له بلنه وركړې شوي كومه چې د هېواد سره دښمني ده۔ده ووئيل كال 2018ء كښې پری پول ټګي شوي ، نتيجې بدل كړې شوي ، هغه وخت نوازشریف او د هغه لور مریم نواز زندان كښې وو ، نوازشریف کورودانه په حق رسيدلې وه هغوې له د دې اطلاع هم نه وه وركړې شوي۔ده ووئيل كال 2024ء ټولټاكنو كښې په دې ايوان كښې كوم هم ګوند اکثریت نه لري ، مونږ د زړه څخه سنی اتحاد کونسل له د حکومت جوړولو بلنه وركړې، مونږ په فیټف كښې رضا کارانه پاکستان لپاره د هغوي د حكومت ملګرتيا كړي ۔ کووډ په دور كښې مونږ مرسته كړي۔ ده ووئيل اتحادی ګوندونو څلور نيم كروړه ووټ ترلاسه كړې ، سنی اتحاد کونسل يو کروړ 65 لکهه ووټ ترلاسه كړې ۔ جمهوری ټولنو كښې چې څوك هم عددی اکثریت ترلاسه كړي هغه حکومت جوړوي۔ده په میثاق معیشت او مفاهمت بلنه وركولو سره ووئيل راځئ چې د پاکستان قسمت بدل كړو، پاکستان د چیلنجونو څخه آزاد كړو، صوبائی تعصبات ختم كړو ، څلور واړه وفاقی اکائیو كښې مهغږي او يو ډول حقوق د وفاق ډھانچه ده ، پاکستان مونږ له ډير څه راكړې۔ منتخب وزیراعظم ووئيل كه نن هم مونږ د كومې معجزو په انتظار يو خو بايد پوهه شو چې معجزے او جادو ټونے کار نه كوي،مونږ له به خواري كول وي۔ محنت سره تقدیرونه بدلېږي۔ منتخب وزیراعظم ووئيل نور د كومې انتخابی نتیجے حاجت نشته ، قام نتيجې غواړي،مونږ په تير وخت كښې هم د میثاق معیشت خبره كړې وه،زمونږ كوم ذاتی انا نشته ، پاکستان خبره كه كېږي نو انا به ختمولې شي۔ اولس انصاف غواړي۔