په مناسب وخت به د قامی اسمبلۍ غونډه رابللې شي، آرټیکل 91 ترمخه صدر مملکت د ټاكنو نه پس تر 21 ورځو د قامی اسمبلۍ غونډه رابللې شي ۔ د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی میډیا سره خبري

image

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې په قانونی توګه په مناسب وخت به د قامی اسمبلۍ غونډه رابللې شي،د آئین آرټیکل 91 ترمخه صدر مملکت د ټاكنو نه پس په 21 ورځو كښې د قامی اسمبلۍ غونډه رابللې شي،تر 29 فروری په كومه هم ورځ قامی اسمبلۍ غونډه رابللې كيدې شي۔د شورو په ورځ د الیکشن کمېشن په خوا كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې نګران وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل د ټاكنو په اړه د ګيلو آزالې لپاره قانونی فورمز شته ، قانون عمل بايد روان وساتلې شي،كه چا سره زياتې شوې وي نو بايد هغه سره انصاف وكړې شي۔ده ووئيل كوم هم كانديد كه ګيله لري نو هغه بايد قانونی فورمز سره رجوع وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل بلوچستان حکومت د هېواد قوانین له مخې د مسئلو حل كولو هڅه كوي۔باور لرم چې د وګړو مشکلات به ختم شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقی وزیر ووئيل د وزارت اطلاعات نه علاوه د پارلماني چارو وزارت ذمه واري هم زما سره ده، د قامی اسمبلۍ راروانې غونډې لپاره به په سمري لاس ليك هم زه كوم۔ ده ووئيل په قانونی توګه په مناسب وخت به غونډه رابللې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل الیکشن کمېشن به د ټاكنو نه پس په 14 ورځو كښې حتمی نتيجې جاری کول وي،د آئین آرټیکل 91 ترمخه صدر مملکت د ټاكنو نه پس په 21 ورځو كښې د قامی اسمبلۍ غونډه رابللې شي،ټاكنو نه پس تر 21 ورځو د قامی اسمبلۍ غوندې رابللو آخری نيټه 29 فروری ده ، تر 29 فروری په كومه هم ورځ غونډه رابللې كيدې شي۔ ده ووئيل د آئین له مخې د قامی اسمبلۍ كوم هم غړے د وزیراعظم، سپیکر او ډپټي سپیکر ټاكنو كښې برخه اخستلې شي

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں