د پاکستان او ايران حکومتونه او اولس يو بل سره د دوستۍ اړيكو ته اهميت او د دې د ګټې نه ښه خبر دي۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي د ايران انقلاب 45مې سالګري دستوره كښې د ګډون په موقع خبرې

image

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي د انقلاب اسلامي ايران د بريا سالګرې په موقع د ايران حكومت او اولس له مباركي وركوو سره وئيلي دي چې د پاکستان او ايران حکومتونه او اولس يو بل سره د دوستۍ اړيكو ته اهميت او د دې د ګټې نه ښه واقف دي۔ د ګل په ورځ د ايران سفارت تر سېوري لاندې د ايران انقلاب د 45مې سالګرې دستوره كښې د ګډون په موقع وفاقي وزير ايران سره د پاکستان د اړيكو لا قوي كولو د عزم پخلي كولو سره ووئيل چې پاکستان او ايران د ورورولۍ تاريخي اړيكې لري او د پاکستان او ايران حکومتونه او اولس يو بل سره د دوستۍ اړيكو ته اهميت او د دې د ګټې نه ښه واقف دي۔ وفاقي وزير ووئيل د ايران قام د خپلو هلو ځلو په سبب يو شمېر مقصدونه ترلاسه كړې دي٬ ايران د پرمختګ او سوكالۍ په پلو په تندۍ سره روان دې

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں