کراچۍ 26 جنوري (اے پي پي) د تعليم نګران وفاقي وزير مدد علي سندھي په ټولو سياسي ګوندونو زور رواړے چې ھغوي پخپل انتخابي منشور او د ګورننس په تګلاره كښې تعليم ته پام لرنه وكړي او په هېواد كښې د تعليم معيار بهترۍ لپاره په راتلونكو پنځو كلونو كښې په لويه كچه كار وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه نګران وفاقي وزير په كراچۍ كښې د علامه اقبال اوپن پوهنتون او د انټر بورډ کوآرډينېشن کمېشن (آئي بي سي سي) د سيمه ايزو دفترو دورې په مهال د غونډو مشرۍ او ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده زور رواړو مونږ له د تعليمي انفراسټركچر ترقۍ٬ د تدريسي نظام بهتر كولو٬ تل پاتې پاليسۍ او اقدامات سره سره د استاذانو تربيه او د سكول نه د بهر ماشومانو اندراج باوري كولو ته اړتيا ده دغسې چې ټولو لپاره د معياري تعليم مقاصد يقيني شي۔ په دې موقع وفاقي وزير د سيمه ايزو دفترو د بېلا بېلو برخو دوره وكړه او د ادارو د كار په تګلاره٬ كردار٬ د رامخې ته مسئلو او د سباٶن د لائحې په اړه ئې معلومات ترلاسه كړل۔