د خارجه وزير جليل عباسي جېلاني ايراني خارجه وزير سره ټېلې فوني تماس ٬ د شريك باور او مرستې جذبې په بنياد يۍ ايران سره په ګډه كار كولو كښې خوښي ښكاره كړه

image

اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) خارجه وزير جليل عباس جېلاني ايراني خارجه وزير حسېن امير عبد اللهيان سره ټېلي فوني تماس ونيولو او د شريك باور او مرستې جذبې په بنياد يۍ ايران سره په ګډه كار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د جمعې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان او ايران ترمينځه د ورورولۍ نزدې اړيكې رامخې ته كولو سره خارجه وزير جليل عباس جېلاني د شريكې باور او مرستې جذبې په بنياد ايران سره كار كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې سيمه ايز سالميت او د خپلواكۍ احترام لپاره دوه اړخيزه مرسته بايد لا قوي كړې شي۔ دواړو خارجه وزيرانو په دې خبره موافقت وكړو چې د ترهګرۍ مخنيوي او د شريكې خوښې په نورو اړخونو د وركنګ لېول مرسته او نزدې اړيكې بايد لا پياوړې كړې شي۔ دواړو د تاؤ تريخوالي په كمولو هم موافقت وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو سفيرانو خپلو خپلو پلازمينو ته په ستنېدو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں