د نګران حكومت لخوا د پیټروليم مصنوعات بيعه كښې كمے خوشبينه دے۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ

image

پیښور 16اکتوبر(اے پی پی)د قامي وطن پارټۍ مشر او پخوانې داخله وفاقي وزير آفتاب احمد خان شېرپاؤ د حكومت لخوا د پېټروليم مصنوعات په بيعو كښې كمے خوشبينه ګرځولو سره وئېلي دي د دې څخه به په ګرانۍ كښې كمې راشي كوم څخه به چې اولس ته رېليف ترلاسه شي۔د ګل په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل د حكومت لخوا د پیټروليم په بيعو كښې كمے ښه اقدام دے٬ دې اقدام څخه به معاشي هلې ځلې بيا راژوندۍ شي۔ده ووئيل واكمنو له پكار دي چې د دې كمې نيغ په نيغه اثرات تر عام اولس رسولو لپاره اقدامات باوري كړي او د ټرانسپورټ د كرايانو پشمول د خوراك څيزونو په بيعو كښې هم د كمي اطلاق ممكن كړي۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں