د ټول ټاكنو په ضابطه اخلاق د مشاورت غونډه د شورؤ په ورځ كېږي

image

اسلام آباد۔10 اکتوبر(اے پی پی) راروانې ټول ټاكنې بې پرې او سپېځلي كولو له په ضابطه اخلاق سياسي ګوندونو سره د مشاورت غونډه سبا د شورؤ په ورځ كېږي۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې غونډه به ماسپخين دوه بجې په الېكشن كمېشن سېكرټرېټ كښې كېږي۔ دا غونډه دې څخه وړاندې په 4 اكتوبر رابللې شوې وه كومه چې تر 11 اكتوبر ځنډولې شوې وه۔ د الېكشن كمېشن له مخې 21 سياسي ګوندونو ته مشاورتي غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده۔ سياسي ګوندونو ته د ضابطه اخلاق مسوده استولې شوې دغسې چې هغوي په دې اړه خپل وړاندېزونه وركړي

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں