اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې کشمیریان د هند غیر قانونی او غاصبانه تسلط په ضد ځانګړي قربانۍ وركوي، پاکستان به د خپلو وروڼو خوياندو غږ جوړيږي او د هغوي جائز حقوق ترلاسه كولو له به هر ممكن مرسته كوي،مونږ په دې خبره باور لرو چې د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل اړوندو قراردادونو او کشمیریانو د خواهشات له مخې د كشير شخړه په امناكه ډولحل كړې شي دې سره په سوئيلي اسياﺀ كښې امن او استحکام ممکن دې۔ یوم استحصال ، 5 اګست 2023 ء په موقع په خپل خصوصی پیغام كښې صدر مملکت ووئيل په 5 اګست 2019 ء هند په غیر قانونی توګه د هند په تسلط كښې جمو او کشمیر كښې خپل غیر قانونی او يو اړخيزه کارروائی پيل كړي۔ د دې کاروائیو مقصد کشمیریان بے اختیار کول ، د رايو حق څخه محروم کول او د هغوي د خپلي خاوري څخه بے دخل کول دي۔ ده ووئيل نن هند نړۍ له د دې باور وركولو هڅه كوي چې جمو او کشمیر زمونږ د خاوري يو غیر متنازعه برخه ده۔دغسې هند پخپله د جمو او کشمیر مسئله سلامتی کونسل ته وړلې وه او هلته جمو او کشمیر متنازعه حیثیت ئې په نړيواله كچه منلې ۔ صدر عارف علوی ووئيل کشمیریان د ناقابل تسخیر عزم او حوصلے په سوب د محکوم جوړيدلو هند هري هڅي مقابله کوي۔ د هند ټول ظالمانه هتھکنډے کشمیریان د آزادی حق څخه نه شي منع كولې۔ هند تيرو 75 كلونو كښې بيلو هتھکنډو او سازشونو سره د کشمیریانو حقوق ته زيان رسوي۔دغسې 5 اګست 2019 راهسې مقبوضه جمو او کشمیر په يو زندان كښې بدل شوي۔ده ووئيل هند د کشمیریانو د حقوق څخه پرله پسې انکار يو غلط او غیر قانونی عمل دې۔ هند دې د کشمیریانو جائز حق وركولو سره د سلامتی کونسل د اړخه خپلي ذمه وارۍ پوره كړي