د سوئزرلينډ خارجه وزير ايګنازيو كاسيس سره ګټورې خبرې اترې وشوې٬ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد۔8جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د سوئزرلينډ خارجه وزير ايګنازيو كاسيس سره مې ګټورې خبرې اترې كړې دي۔ د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل د سوئس خارجه وزير سره په ملاقات كولو راته خوشحالي شوې۔ ده ووئيل مونږ په تجارت او سرمايه كارۍ ٬ موسمياتي بدلونونو ٬ د آفات مخنيوي له په انتظام او انصرام ٬ په خطرو كښې كمي او پېشګي وارننګ ٬ د لوړ زده كړو او د سېلګرۍ بنيادي اډانې تعمير او پرمختګ كښې د همكارۍ په زياتولو سودمندې خبرې كړي دي۔ وزيراعظم موسمياتي لحاظ سره د مناسب او ذمه وارانه تلپاتي پرمختګ حوالې سره د سوئټزرلېند د كردار ستائنه هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں