پاکستان د سي پېك او سيمه ايزو اقتصادي او توان رابطو سره آئي اېم اېف ته خېر باد وئيلې شي۔ سېنېټر مشاهد حسېن سيد

image

اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) سېنېټر مشاهد حسېن سيد وئيلي دي چې پاکستان د سي پېك او سيمه ايزو اقتصادي او توان رابطو ته وده وركولو سره آئي اېم اېف ته خېر باد وئيلې شي۔ دا خبره ده د كروټ هائيډرو پاور پراجيکټ وړومبۍ سالګرې او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) او د بي آر آئي لسمې سالګري په موقع د پاور پراجيکټ دورې په موقع كړې۔ د پلاوي مشري د پاکستان چائنا انسټي ټيوټ چيئرمېن سېنېټر مشاهد حسېن سيد كوله چې پكښې د پاکستان چائنا انسټي ټيوټ اېګزيکټو ډائريکټر مصطفيٰ حېدر سيد هم پلاوي كښې موجود وو۔ د يادونې وړه چې دا د خپل نوعيت وړومبې کراس پارټي پارلماني پلاوې ٶ چا چې د کروټ هائيډرو پاور پراجيکټ دوره كړې۔ په پلاوي كښې سېنېټران وليد اقبال، تاج حېدر، سعديه عباسي، پلوشه محمد زئي خان او محمد اسد علي خان جونيجو شاملوو۔ پلاوي د كلين انرجي پېداوار لپاره د کروټ هائيډرو پاور پراجيکټ د عزم او د پاکستان د پرمختيائي اېجنډه كښې د دې د كردار ستائنه وكړه٬ دوي ماحولياتي تحفظات لرې كولو سره د هېواد د توان زيات شوې ضرورتونه ترسره كولو لپاره د پراجيکټ اهم كردار هم تسليم كړو

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں