اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د پاكستان مسلم لیګ (ن) سینئر نائب صدر او چیف آرګنائزر مرېم نواز شریف سره د قامی اسمبلۍ غړي شاه جی ګل آفریدی، پخواني سینیټر تاج آفریدی، پخواني اېم پی اے بلاول آفریدی، پخواني اېم پی اے شفیق آفریدی، پخواني اېم پی اے بصیرت بی بی، تحصیل مئیر زبیر آفریدی، منډی كوتل تحصیل مئیر شاه خالد شنواری او تحصیل مئیر جمرود سید نواب تيره ورځ ليدلي دي۔د پاكستان مسلم لیګ (ن) مركزی سیكرټریټ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پاكستان مسلم لیګ (ن) سینئر نائب صدر او چیف آرګنائزر مرېم نواز شریف پاكستان مسلم لیګ (ن) كښې په شموليت كولو د پلاوي هركلے كولو سره هغوي له مباركي وركړه ۔ دي ووئيل تاسو ته د هېواد خذمت كونكي ډله كښې شمولیت اختیار كړې دې مونږ په د ستاسو هركلے كوو۔