اسلام آباد 09جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې وفاقي بجټ 24-2023 كښې په وړومبي ځل فلم فنانس فنډ او د فنكارو هېلت انشورنس لپاره درې اربه روپۍ فنډ بېل شو۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وزيرې اطلاعات ووئيل د دې اعلان كولو سره خوشحاله شوې يم چې په وړومبي ځل فلم فنانس فنډ او د فنكارو هېلت انشورنس فنډ بېل كړې شوې۔د فلم فنانس فنډ لپاره 2 اربه روپۍ او د فنكارانو هېلت انشورنس لپاره يو ارب روپۍ بېلې شوي۔دې ووئيل باور لرم چې په شريكه توګه دا اقدامات به زمونږ د فلم انډسټري پرمختګ او د فنكارانو ښېګړه كښې مهم كردار ترسره كړي