د پاکستان معاشی، دفاعی او قامی ګټو ته زيان رسول د پی ټی آئی مشن دے،د امریکې ملټری ایډ بندول د پاکستان دښمن ایجنډا او 9 مئی پېښه د دې مثال دې، د پاکستان دښمن ایجنډے آله کار به قام چري ونه بحښي۔مرېم اورنګزیب

image

اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې د پاکستان معاشی، دفاعی او قامی ګټو ته زيان رسول د پی ټی آئی مشن دے،د امریکې ملټری ایډ بندول د پاکستان دښمن ایجنډا او 9 مئی پېښه د دې مثال دې، د پاکستان دښمن ایجنډے آله کار به قام چري ونه بحښي۔خپل يو بيان كښې وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل تاریخ ګواه دې چې كوم غدار، سازشی او فارن ایجنټ د خپل دروغو ، فریب، دھوکے او پروپیګنډے سره هر وخت هر يو تن بے وقوف نه شي جوړولې۔دي ووئيل د پاکستان معاشی، دفاعی او قامی ګټو ته زيان رسول د پی ټی آئی مشن دے،د امریکې ملټری ایډ بندول د پاکستان دښمن ایجنډا او 9 مئی پېښه د دې مثال دې، د پاکستان دښمن ایجنډے آله کار به قام چري ونه بحښي،دغسې فارن فنډنګ څخه د هېواد دننه او بهر كمپائن چلولې شوي۔دي ووئيل فارن فنډنګ څخه سوشل میډیا نیټ ورك جوړ شوې د كوم د لاري چې د پاکستان آئینی او دفاعی ادارو او د هغي د قيادت په ضد كمپائن چولولې شوي۔دي ووئيل پاك پوځ قیادت او دشهيدانو په ضد بهر هېوادونو كښې ناوړه ډنډوري كيږي،د پاکستان دښمن ایجنډے آله کار به قام چري ونه بخښي۔دي ووئيل اولس د سیاست او د هېواد دښمنۍ كښې فرق پيژندلې دے ، سائفر او 9 مئی د يو سازش دوه مراحل دي ، د سائفر په نامه د امريكې په ضد ډنډوره او 9 مئی نه پس د امریکې څخه مرسته غوښتل ، اولس هر څه پيژوندلې دي۔دي ووئيل آئی اېم اېف پروګرام سخت شرطونو او بيا پی ټی آئی د اړخه خلاف ورزی د دې ایجنډے برخه وه دغسې چې پاکستان په دې قامی ګټو په سر ټيټولو مجبور شي۔دي ووئيل يو کټھ پتلی منظم سازشی ایجنډے عمل درآمد لپاره په اقتدار مسلط کړې شوي چا چې سی پیك بند كړې ، د کشمیر سودا ئې كړي، ترهه ګرو له ئې پناه وركړي او اوس د ملټری ایډ بندولو مشن كوي۔دي ووئيل د دې ایجنډے ترمخه د پاکستان نزدي ، د باور وړ او عمر له پكار راتلونكي ملګري هېوادونه مرور شوي،بهرنۍ ميډيا كښې روان د نام نهاد انسانی حقوق كمپائن په اصل كښې د دې ناوړه ایجنډے تسلسل دې دغسې چې پاکستان نړآوال مرسته بند كړې شي او د پوځ په اداره فشار واچولې شي۔

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں