اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق وئېلي دي چې د پاكستان معاشي پرمختګ كښې اروپائي ائتلاف په زړه پوري كردار لري او مونږ اروپائي ائتلاف سره خپلي اړيكي مهمي ګڼو۔ده دا خبره د زيارت په ورځ په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير ډاكټر رانا كيونكا سره په ملاقات كښې په خبرو كښې كړي۔د اروپائي ائتلاف سفير وفاقي وزير سردار اياز صادق سره د هغه د مشر ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه۔سردار اياز صادق د اروپائي ائتلاف سفير هركلے وكړو او د اروپائي ائتلاف لخوا د پاكستان سره په مرسته ئې مننه وكړه۔ده ووئيل چې پاكستان سره د اروپائي ائتلاف د اوږدې مودې ملګرتيا او مرسته د ستائنې وړ ده٬د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې د اروپائي ائتلاف پرله پسې ملاتړ د زړه نه اعتراف كوم۔د اروپائي ائتلاف سفير د آئي پي اېس جي د كاميابې غونډې ستائنه وكړه او د آئي پي اېس جي غړو ترمينځه په هم آهنګۍ زور راوړو۔په ملاقات كښې د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه مرسته لا قوي كولو ٬اقتصادي اړيكې او تجارت ته د پام كولو عزم پخلې كړې۔ډلو د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه په مرسته كښې په پېشرفت د اطمينان او اعلٰی كچ په خبرو اترو كښې شاملولو عزم پخلے وكړو۔د اروپائي ائتلاف سفير ووئيل چې اقتصادي اړيكې لا قوي او سرمايه كارۍ موقعو ته وده وركولو د پاكستان او اروپائي ائتلاف لپاره مهم دې