اسلام آباد 10دسمبر (اے پي پي) د وزير اعظم د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ خاص مرستيال او وزير مملكت فيصل كريم كنډي وئيلي دي چې كومه هم ټولنه د بشري حقونو خلاف ورزي نه شي زغملې۔ د بشري حقونو تحفظ د كومي هم مهذب ، انصاف خوښو او سوكاله ټولني بنياد دې۔ د خالي په ورځ د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع جاري شوې پيغام كشې ده ووئيل زه د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع د پاكستان قام ته اپيل كوم چې نه يواځي د نورو د بنيادي بشري حقونو احترام وكړئ بلكه د هغې په باوري كولو كښې هر ممكن كردار ترسره كړئ۔د دې ورځ په موقع زه د خواجه سرا كميونټي د بے نظير انكم سپورټ پروګرام كښې شاملولو پريكړه ستائيم كوم چې د دې محروم طبقې بحالۍ پلو يو مهم اقدام دې۔وزير مملكت ووئيل دې سره سره بے نظير انكم سپورټ پروګرام يو پروګرام پيل كوي چې له مخې به ئې پروګرام كښې شامليدو سره محروم وګړي خپله ډيټا اپ ډيټ كولو سره په دې پروګرام كښې شامليدلې شي۔