هندي ځواكونه په مقبوضه كشمير كښې پرله پسې د بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔محمو ساغر

image

اسلام آباد 09دسمبر(اے پي پي)د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير شاه كنوينر محمود احمد ساغر وئېلي دي چې هند په غېر قانوني جمو كشمير كښې هندي ځواكونه د بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزۍ روانې ساتلې دي۔ده نړيوالې ورورولۍ او د بشري حقونو نړيوالو ادارو ته خواست كړی چې شخړيز كشمير د ملګرو ملتونو اړوند قراردادونو او كشميري اولس خواهشاتو له مخې حل كولو لپاره په هند فشار زيات كړي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې محمود احمد ساغر د بشري حقونو په نړيواله موقع په اسلام آباد كښې په جاري يو بيان كښې په ڼړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې د كشميريانو بشري حقونو تحفظ لپاره ضروري اقدامات وكړي۔ده ووئيل چې هند د جمو كشمير اولس خپلو بنيادي بشيري حقونو څخه محروم ساتلي۔ده ووئيل چې اوس وخت راغلې نړۍ له په غېر قانوني توګه تسلط سيمه كښې خپل ظالمانه او غېر قانوني اقدامات منسوخ كولو لپاره په هند فشار زيات كړي دغسې چې كشميريانو له د خپلواكۍ حق خود اراديت استعمال لپاره په غېر قانوني توګه زير تسلط سيمه كښې د استصواب رائے لاره سمه شي۔ده په ملګرو ملتونو زور راوړو چې په غېر قانوني توګه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو زيات شوې خلاف ورزو پلټنو لپاره يو خصوصي ټريبونل جوړ كړي

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں