اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي پاكستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي څانګې پرمختګ او د پراختيا آسانيو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي چې په پاكستان كښې د آئي ټي كاروبار يو برابر موقعو وركولو او د انفارمېشن ټېكنالوجي او ايمرجنګ ټېكنالوجي په څانګو كښې كاروباري ادارو له ښه چاپیرچل وركولو لپاره متحرك او خبر لرونكې قيادت ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ايمرجنګ ټېكنالوجي كنفرنس ته وېنا كښې وكړه۔صدر مملكت ووئيل په نړيواله كچه د انفارمېشن ټېكنالوجي څانګه تندۍ سره پرمختګ كوي۔ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجي په څانګه كښې په لنډه موده كښې پاكستان په مالي مسئلو قابو موندلو كښې د مرستې صلاحيت لري۔صدر مملكت د لوړو زده كړو نصاب باقاعدګۍ سره ښه كولو او د تعليم وركولو جديد ډول اختيارولو او پوهنتونونو او نجي څانګې ترمينځه مرستې ته د ودې وركولو د لارې د تعليمي څانګې او صنعت ترمينځه په فرق د قابو موندلو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل تر 2030 په نړۍ كښې سكرائبر سيكورټي په څانګه كښې 8 كروړه كسانو حاجت دې۔ده ووئيل پاكستان د نورو سيمه ايزو هېوادونو سره مقابلې لپاره د آئي ټي ګريجويټس شمېرې زياتولو ته اړتيا لري۔ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي صنعت د وخت سره سره د ډګري په بنياد تعليم ته منتقل كېږي۔ده ووئيل د وزيراعظم ډيجيټل سكل پروګرام ترمخه بېلې تعليمي ډګرۍ لرونكې 20 لكه كسانو د ډيجيټل پوهې تربيه ترلاسه كړې كوم چې د پاكستان د ځوانانو پوهې زياتولو لپاره نجي څانګې له د ماډل مثال حېثيت لري۔صدر مملكت د انفارمېشن ټېكنالوجي او ايمرجنګ ټېكنالوجي په څانګه كښې غېر معمولي كاركردګي مظاهره كونكي كاروباري كسانو له ايوارډز هم وركړل