پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له قرضو كښې ريليف وركولو ته اړټيا ده٬ حكومت زيات بې وسه ضلعو لپاره 40 اربه روپۍ مختص كړې دي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

image

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندي او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له قرضو كښې ريليف وركولو ته اړټيا ده٬ حكومت زيات بې وسه ضلعو لپاره 40 اربه روپۍ مختص كړې دي، د منصوبه بندۍ په وزارت كښې د اېس ډي جيز يونټ جوړ كړې شوې دې٬ پاکستان كښې د سېلاب څخه شوې زيانونه 46.4 اربه ډالرو ته رسېدلې٬ په غربت كښې 3.7 نه تر 4 فيصده اضافه٬ 85 لكه 91 زره كسان غريبۍ سره مخ شوي٬ درې كروړه 30 آبادي ځپلې شوې٬ په 25 غريب ضلعو كښې 19 ضلعې سېلاب څخه ځپلې شوې دي٬ فرېنډز آف پاكستان كنفرنس به د جنورۍ په لسمه نيټه كولې شي۔ د ګل په ورځ پائيدار پرمختګ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل ټول سارك هېوادونه ښه ژوند كولو لپاره چېلنجونو سره مخ دي٬ سارك هېوادونو كښې موسمياتي بدلون د روسيه او يوكرائن جنګ نه زيات خطرناك دے٬ په سارك هېوادونو كښې موسمياتي بدلون پلو نړيوالې ورورولۍ له پاملرنه پكار ده، د مرستې نړيوالې ادارې دې سارك هېوادونو ته د 30 نه تر 35 كالو د اوږدې مودې قرضې وركړي ځكه چې د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره د اوږدې مودې فنډز ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں