د بېګم نجمه حميد د جنازې لمونځ كښې طارق فضل چوهدري ٬ راجه ظفر الحق ٬ زمرد خان ٬ نيئر بخاري ٬ فرحت الله بابر او د ظفر علي شاه په شمول د سياسي لارښودو ٬ او ګڼ شمېر عام وګړو ګډون

image

پېنډۍ ۔4 دسمبر(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) د مېرمنو څانګې پخوانۍ مشرې او سينئر پارلېمنټېرين بېګم نجمه حميد د جنازې لمونځ ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ په اېف بلاک سېټلائټ ټاؤن، پېنډۍ كښې ادا كړے شو۔ د جنازې لمونځ كښې د بېګم نجمه حميد د جنازې لمونځ كښې د طارق فضل چوهدري ٬ راجه ظفر الحق ٬ زمرد خان ٬ نيئر بخاري ٬ فرحت الله بابر او ظفر علي شاه په شمول سياسي لارښودو ٬ او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ نجمه حميد د روانې مياشتې په دويمه نېټه په حق رسېدلې وه۔ د دې روح ته ثواب رسولو له به فاتحه خواني او اجتماعي دعا د ګل په ورځ د ماسپخين لمونځ څخه وروستو په صدیق شادی هال سېټلائټ ټاؤن، پېنډۍ كښې كېږي۔ ارواښاده دوه وارې د سېنېټ آف پاكستان غړې پاتې شوې وه۔ دې په سوګ كوؤنكو درې ځامن پرېښودلې دي۔

مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں