پاكستان به د افغانستان معاشي ښه والي٬بشري اسانيو او مرستې لپاره خپل كردار روان ساتي٬ د وزيراعظم عمران خان د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي يو امن ناك محفوظ او مستحكم افغانستان د پاكستان او سيمې لپاره مهم دے٬ پاكستان به د افغانستان معاشي ښه والي٬بشري اسانيو او مرستې لپاره خپل كردار روان ساتي۔ده د زيارت په ورځ د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني سره د ملاقات په مهال د خيالاتو څرګندونه كوله۔په دې مهال د افغانستان پرمختګ او د پاكستان او قطر ترمينځه په بېلو څانګو كښې په اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيراعظم په دې موقع د قطر امير لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د افغان شخړې له امله ستونزو سره مخ ؤ ٬يو امن ناك٬محفوظ او مستحكم افغانستان د پاكستان او سيمې لپاره مهم دے۔د افغانستان بدل شوي صورتحال په حقله وزيراعظم زور راوړو چې د امنيتي صورتحال استحكام له د انساني بحران مخ نيوے او د معيشت قوي كول مهم دي ۔ده ووئيل پاكستان به د افغانستان مرستې او بشري اسانيو لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د افغانانو سره د يو والي لپاره اودرېږي او په افغانستان كښې امن٬استحكام او معاشي پرمختګ باوري كولو لپاره ګامونه پورته كړي او مثبت خبرې وكړي۔وزيراعظم افغان امن عمل كښې د قطر كردار وستائېلو۔ده د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان او په اولسي كچه د رابطو زياتولو په حاجت هم زور راوړو۔په دې موقع د قطر نائب وزيراعظم سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاكستان مهم كردار او هڅې وستائېلې۔ دغسې ده په دوه اړخيزه او سيمه ايزو چارو د پاكستان سره د نزدې رابطو ساتلو په اړه د خپل عزم پخلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں