د پي ډي اېم بې موسمه اولسي غونډې به د كورونا وائرس خپرېدو سبب وګرځي۔ د افغانستان امن سره نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې منطقې امن تړلے دے۔ مخدوم شاه محمود قرېشي

image

ملتان۔29 اګست(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پي ډي اېم په بې موسمه اولسي غونډو حكومت هېڅ اندېښنه نه لري۔ د پي ډي اېم بې موسمه اولسي غونډې به د كورونا وائرس خپرېدو سبب وګرځي۔ د وبا په كمېدو دې اپوزيشن د اولسي غونډو كولو خپل شوق پورا كړي۔ د تېرو 3 كلونو په مهال د پي ډي اېم ټول تحريكونه ناكامه شوي دي۔ د تېر وخت په ډول به دا ځل هم ناكامي د دوئي مقدر وګرځي۔ څوك چې عمران خان څخه استعفی اخستو له راغلي وو هغه چرته لاړل۔ پي ډي اېم عملا ً ختم شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ د اېن اے 156 په بېلو يونين كونسلونو كښې استقباليه دستورو ته خطاب او بېلو پلاويو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې چې د هېواد د پرمختګ كوم سفر روان دے د اپوزيشن شور او غوبل سره ودرېدے نه شي۔ وزیراعظم عمران خان ښكاره وئيلي چې چا هېواد لوټ كړے دے هغه له به ځواب وركول وي۔ د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل قامي خزانه لوټ كوؤنكي د احتساب شكنجې ته راوړلے شوي دي۔ هغه ووئيل زما څلور هېواديزه دوره كامياب وه۔ د دې دورې په مهال د بېلو هېوادونو مشرتابه سره شويو ملاقاتونو كښې ماته د افغانستان حوالې سره د هغوي نقطه نظر معلومولو موقعه ترلاسه شوه۔ پاكستان د منطقه امن كښې خوښي لرلو سره مخ په وړاندے روان دے۔ په افغانستان كښې امن ډېر ضروري دے ځكه چې د افغانستان امن سره نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې منطقې امن تړلے دے۔ هغه ووئيل پاکستان په افغانستان کښې یوه داسې سياسي تصفيه غواړي كومه كښې چې ټول همكاران جمع شي او په سیمه کښې تل پاتې امن په ځائې شي۔ د افغانستان خلک له څو لسیزو راهیسې له جګړې سره مخ دی او اوس سوله غواړی۔ په افغانستان کې د سولې په اړه بریتانیا ، امریکا ، چین سره خبرې اترې وشوې. ټولو هیوادونو د افغانستان په معامله كښې د پاكستان د مصالحانه رول ستائنه وكړه۔ پاکستان په کابل کښې روان د انخلاﺀ عمل كښې د بېلو هېوادونو د سفارتي عملې ٬ د نړيوالو استازو او د غېر ملكي وګړو وتلو كښې مرسته كوي۔ هغه ووئيل د افغانستان په دې صورتحال كښی نړۍ په پاكستان د باور څرګندونه كوي او د پاكستان د كردار ستائنه كوي۔ “د افغانستان په روانه وضعه كښې اندیښنې شتون لری. مونږ باید احتیاط وکړو، مونږ د افغانستان سره پوله ونه تړله۔ هغه ووئيل د بارډر مېنجمنټ په اړه ګامونه اخیستلې شوې دي او هڅه كوؤ چې كوم وګړے د دستاوېزاتو نه غېر په پوله رانشي

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں