د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د ايئر سيال ايئر لائن لخوا د اسلام آباد او كوئټه ترمينځه د پروازونو د اجرا دستورې ته وېنا

image
APP43-230621 ISLAMABAD: June 23 – Deputy Speaker National Assembly Qasim Khan Suri cutting the cake during inaugural ceremony of Air Sial Flight Service from Islamabad to Quetta. APP

اسلام آباد۔23جون(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ ډپټآ سپيكر قاسم خان سوري وئېلي دي د نجي ايئرلائن ايئر سيال لخوا د اسلام آباد او كوئټه ترمينځه د پروازونو اجرا سره به د بلوچستان د هېواد نورو برخو سره رابطې زياتې شي٬د ګوادر پورټ او سي پیك نورو روانو پروژو سره به په بلوچستان كښې د پرمختګ يو نوے دور پېل شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د اسلام آباد په هوائي مېدان د ايئر سيال ايئر لائن لخوا د اسلام آباد او كوئټې ترمينځه د پروازونو اجرا پرانستې دستورې ته د خطاب كولو په مهال وكړه۔د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري ووئيل د نجي څانګې لخوا په هېواد كښې د ايئر لائن اجرا د موجوده حكومت په اقتصادي او سرمايه كار دوسته پالېسو د باور څرګندونه ده٬ايئر سيال ايئرلائن لخوا د هېواد 6 لوېو ښارونو په خاص توګه د كوئټې لپاره د پروازونو اجرا يو خوشبينه ګام دے۔دې سره به د بلوچستان اولس ته ښه سفري آسانۍ ترلاسه شي۔ده ووئيل ايئر سيال به په اونۍ كښې درې پروازونه د اسلام آباد او كوئټې ترمينځه چلوي۔په دې موقع د بلوچستان اولس ته د رامخې ته شوو ستونزو ذكر كولو سره سپيكر ووئيل موجوده حكومت د بلوچستان اولس ته د رامخې ته شوو مسئلو حل كولو لپاره هڅې كوي او د دې مقصد ترلاسه كولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ده د وزيراعظم عمران خان د هېواد د خوشحالۍ وژن ذكر كولو سره ووئيل وزيراعظم عمران خان هېواد څوكاله او فلاحي رياست جوړول غواړي او اولس ته ښه سفري آسانۍ وركولو لپاره هڅې كوي۔دغسې د سيال ايئر لائن چيف ايګزېكټو افسر د اسلام آباد څخه د كوئټې لپاره د ايئر سيال پروازونو په دستوره كښې په ګډون كولو د قامي اسمبلۍ ډپټآ سپيكر مننه وكړه

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں