د پاكستان او چين اړيكي د وخت تېرېدو سره سره لا قوي شوي، د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسين د پاك چين سفارتي اړيكو په 70 مه سالګره بيان

image

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان او چين نه يواځي په سفارتي توګه يو بل ته نزدي اړيكي لري بلكه زمونږ اړيكي به سياسي او معاشي ډول هم لا قوي شوي، په 1950ء كښې د پاكستان او چين دفاعي مرستي سره زمونږ اړيكي پيل شوې وي، 1966ء كښې دغه بيا په اسټريټجكي اړيكو بدلې شوي ٬ دغسې په 1972ء كښې په معاشي اړيكو بدلې شوي، اوس د پاكستان او چين ترمينځه اړيكي يو كوټلے فريم ورك لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعي په ورځ پاكستان او چين سفارتي اړيكو په 70مه سالګره خپل يو بيان كښې كړې ۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ يو بل سره په شريك احترام او باور اډانه اړيكي لرو په كومو چې وياړ لرو،د پاكستان اولس ته معلومه ده چې چين په هر سخت وخت كښې زمونږ ملګرتيا كړې ۔دغسې پاكستان هم د چين په هر چيلنج كښې مرسته كړې ده ۔ده ووئيل 1950ء راهسې مونږ نه يواځي د يو بل به دفاعي او سټريټجكي اوګو انحصار كړے بلكه سي پيك د پاك چين اړېكو له يو نوے اړخ وركړے۔ سي پيك پروژه د يو بل معاشي استحكام په بنياد او سيمي لپاره يو ګيم چينجر ده ۔ده ووئيل د چين صدر شي جن پنګ ون بيلټ ون روډ اني شيټو وژن پاكستان له لويه ګټه وركړې

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں