د وزيراعظم عمران خان د احتساب پاليسي واضحه ده، اپوزيشن لارښود وي يا د كابينې غړي ، چې تورونه په چا ولګي پلټني به كولې شي،هم دغه د نظام بدلول دي، چوهدري فواد حسېن

image

اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د احتساب پاليسي واضحه ده،ټولو وګړو لپاره قانون يو برابر دے ،كه هغه اپوزيشن لارښود وي يا د كابيني غړي وي،تورونه چې به چا ولګي پلټني به كولې شي او د ځواب وركولو اصول به نافذ وي،هم دغه د نظام بدلول دي د كوم چې لوظ شوے ؤ۔د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل دا بس د عمران خان په حكومت كښې كيدلې شوه چې كه په چا تورونه ولګي نو پلټني به كولې شي، ن ليګ او د پيپلز پارټۍ په دور كښې په ميډيا بنديز ؤ ۔ ده ووئيل هم دغه د نظام بدلول دي چې حكومتي اهلكار هم د احتساب يره لري، طاقتور وګړي به هم قانون سره مخ كيږي۔ده ووئيل د رنګ روډ په معامله كښې وزيراعظم ته وئيلي شوي چې هاؤسنګ سوسائيټيز له ګټه ورسولو لپاره رنګ روډ 23 كلوميټره اوږد كړے شوے۔د دې پريكړې په سبب به حكومت له 20 اربه روپۍ اضافي زمكي اخستلو له وركول وي۔ وزير اعليٰ ته سپارښتنه شوي چې پلټني وكړې ،د پينډۍ كمشنر ته هم امر شوے چې معامله اوګوري۔ وفاقي وزير ووئيل كمشنر به ابتدائي پلټنو كښې د دې اطلاعات تصديق كړے ، د هغه د ابتدائي رپورټ له مخي د پينډۍ پخواني كمشنر او هغه سره څه نور افسران په دې اسكينډل كښې شريك وو۔د نورو پلټنو لپاره معامله اړوندو ادارو ته ليږلې شوې ۔ ده ووئېل تر اوسه په دې معامله كښې د كوم وزير يا مشير د ككړيدو څه ثبوت نه دے ترلاسه شوے۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د احتساب پاليسي واضحه ده۔ د ټولو لپاره يو قانون دے كه خژك د هر يو ګوند سره تعلق لري په چا چې هم تور ولګي پلټني به كولې شي او هم دغه د بدلون نظام دے د كوم چې لوظ شوے ؤ

مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں