په لس مياشتو كښې مو 34 نوې رېل ګاډي چلولي٬ د رېلوے 60 لكه مسافر زيات شوي

image

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزیر شېخ رشید احمد وئيلي دي چې قام سره مې لوظ كړې ٶ چې رېلوے به ښه كوم٬ په لس مياشتو كښې مو 34 نوې رېل ګاډي چلولي٬ د رېلوے 60 لكه مسافر زيات شويد خپل وزارت د كلنې كاركردګۍ راپور به ميډيا ته وړاندې كوم٬ كه د رېلوے په آمدن كښې مې اضافه ونه كړې شوه نو نور به وزير نه پاتې كېږم٬ وزیراعظم به د جولائي په 3مه نيټه د سر سيد رېل ګاډي پرانسته كوي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل 14 كاله وړاندې د رېلوے وزير په توګه مې د اېم اېل ون په لوظنامه لاسليك كړې٬ په مسلم ليګ (ن) كښې دوه ليګ دي٬ وزیراعظم عمران خان ته مې وئيلي ٶ چې دوي لندن تګ لپاره پرېږده۔ ده ووئيل په لس مياشتو كښې مو 34 نوې رېل ګاډي چلولي٬ نور شپږ رېل ګاډې به تر 14م اګست تر يو كال بشپړېدو وچلوٶ٬ د رېلوے 60 لكه مسافر زيات شويد خپل وزارت د كلنې كاركردګۍ راپور به ميډيا ته وړاندې كوم٬ د قطر امیر دورې سره به پاكستان ته سرمايه كاري راشي٬ د پېښور نه تر جلال آباد او د چمن نه تر قندهار د رېل پټلۍ غوځولو منصوبه بندي كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل باضميره سياست مدار يم٬ زه وزيراعظم سره يم ٬ جوش او جذبې سره زه او وزیراعظم كار كوٶ۔ د ټول ګونديز پحقله ده ووئيل خورشید شاہ سره خبره شوې چې يوې ورځې لپاره اسلام آباد ته راشي نو بېرته لاړ شي٬ مخالفې ډلې لپاره د 126 ورځو دهرنا ګرانه ده دا مهال په مسلم ليګ (ن) كښې دوه ليګ كار كوي يو شهباز شريف او بل نواز شریف ليګ٬ ما وزيراعظم ته وئيلي ٶ چې دوي لندن له پرېږده ځان ترې خلاص كړه

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں