د وزيراعظم عمران خان په چين كښې د دوهم بېلټ اينډ روډ فورم غونډې ته خطاب

image
APP02-26 BEIJING: April 26 - Prime Minister Imran Khan delivering statement at the 2nd Belt & Road Forum 2019. APP

بيجنګ 26 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي دوهم بېلټ اينډ روډ فورم به منطقه كښې د لويې لارې پروژې بي آر آئي خوب په حقيقت بدلولو له مرستياله وګرځي٬د نړيوالو جغرافيائي او سياسي حالاتو ترمخه نړيوالې همكارۍ له رابطې او اقتصادي پرمختګ له په ګډه هلې ځلې او استحكام ضرورې دے٬ د خپلو اختلافاتو ختمولو سره به نړيوالې مرستې له وده وركول وي٬د سي پېك په دوهم پړاؤ كښې پھ ګڼو پروژو كار كوو٬ د پاكستان اقتصادي منظر نامه بدلوو۔د جمعې پھ ورځ په بيجنګ كښې وزيراعظم عمران خان د دوهم بېلټ اينډ روډ فورم ته خطاب كښې ووئيل د فورم رابلل خوش آئيند دي٬د چين قيادت او حكومت دا يوه مهمه دستوره راجوړه كړې چې ورسره به يوه منطقه او يوه لويه لاره بي آر آئي خوب په حقيقت بدلولو له مرستياله وګرځي۔ده ووئيل اوسنې نړيوالو جغرافيائي او سياسي حالاتو ترمخه نړيوالې همكارۍ ٬رابطې اقتصادي پرمختګ له په ګډه ھڅې او پرمختګ او استحكام ضرورې دے۔د خپلو اختلافاتو ختمولو سره به نړيوالې مرستې له وده وركول وي۔د بي آر آئي وژن سره د نړۍ اكثر هېوادونه متفق دي او دا هېوادونه د بي آر آئي خوب په حقيقت بدلولو له د چين همكاران دي ٬ دغسې پاكستان د بي آر آئي له مخې په پېل كړې وژن كښې د چين بنيادي ملګرے دے ۔وزيراعظم ووئيل د چين اقتصادي راهدارۍ سي پیك منصوبه د بي آر آئي مهمه برخه ده كومه چې پھ بېړه پرمختګ كوي٬مونږ د سي پیك ترمخه د بنيادي اډانې پرمختګ ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل د بلوچستان د ګوادر سيمې مچيمارو كليو ته هم د سي پېك ترمخه پام لرنه كوي چې ورسره هغوي پرمختګ وكړي ٬ ده ووئېل د سي پیك ترمخه ګوادر كښې جوړېدونكې هوائي مېدان به د نړيوال معيار آسانۍ لري۔وزيراعظم ووئيل مونږ د سي پیك دوهم پړاؤ ته رسېدلې يو چې پكښې سماجي پرمختګ٬د غريبۍ خاتمه او د صنعتي او زرعي څانګو همكارۍ زياتولو سره سره د تعليم٬تربيې او ټېكنالوجۍ په څانكو كښې د چين سره په ګده منصوبو كار كوو۔ده ووئيل د سي پیك په دوهم پړاؤ كښې د سړكونو سره سره د خاص اقتصادي زونز جوړولو او د چين سره خپلواكۍ تجارتي لوظ نامه هم كوو٬مونږ د پاكستان اقتصادي منظر نامه بدلوو او په دې لړ كښې د چين په زړه پورې مرستې مننه كوو۔وزيراعظم ووئيل د چين ملګرتيا او معاونت په هر چېلنج زمونږ سره پاتې شوې۔وزيراعظم په خپل خطاب كښې د فورم ګډون كوونكو هېوادونو له بلنه وركړه چې هغوي په پاكستان كښې د انفراسټركچر٬رېلويز٬بندونو٬آئي ټي او مينو فيكچرنګ په څانګو كښې سرمايه كاري وكړي او په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ په حقله د پورته كړو ګامونو نه ګټھ پورته كړي۔ده ګډون كونكو ته د پاكستان د غوره اقتصادي او سماجي پرمختګ په حقله د مهمو اقداماتو په اړه ووئيل مونږ د موسمياتي بدلون په اثراتو قابو موندلو ته اهميت وركوو كوم له چې مونږ ټولو له په ګډه كار كول پكار دي۔ده ووئيل مونږ د تېرو پنځو كلونو په مهال په يوه صوبه كښې پنځه اربه بوټي نال كړي او په راروانو پنځو كلونو كښې په ټول هېواد كښې 10 اربه اونې بوټې نالولې شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د فورم ګډون كونكي هېوادونه دې په ګډه د موسمياتي بدلونونو په زيان قابو موندلو لپاره زمونږ مرسته وكړي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د سېلګرۍ څانګې ته خاص پام لرنه كوو چې ورسره به د خلقو ترمينځه رابطې بحال شي۔د فورم ګډون كونكي هېوادونه دې زمونږ د سېلګرۍ ودې له معاونت وكړي۔ده ووئيل پاكستان د بدعنوانۍ خاتمې او د وائټ كالر جرمونو خاتمې په حقله هم د نړيوالو د همكارۍ خوښي لري۔ده ووئيل د پاكستان د حكومت څلورمه پام لرنه د غريبۍ ختمولو ته ده٬په دې لړ كښې هم تاسو زمونږ مرسته وكړئ۔ده ووئيل پاكستان په تېرو ورځو كښې د غربت خاتمې له احساس پروګرام پېل كړې كوم چې د چين د ماډل نه د متاثره كېدو په سبب پیل شوې ځكه چې چين په 30 كلونو كښې 800 ملينه خلق د غريبۍ نه خلاص كړي دغسې مونږ د شخصي څانګې په شراكت اقتصادي او سماجي پرمختګ له اهداف ترسره كوو

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں