اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكتر عارف علوي د سري لنكا اولس مشرې مېتهري پ??لا سري سېنا سره ټېلي فوني تماس نيولو سره د ايسټر په موقع سري لنكا كښې د ترهګرۍ د بريدونو په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ اولس مشر په بريد كښې د وژلې شوو كسانو كورنيو سره د يوالي څرګندونه او د ژوبل شوو زر روغ??يا لپاره دعا هم كړې۔ اولس مشر د پاكستان حكومت او اولس لخوا د سري لنكا وروڼو سره د بشپړه يوالي څرګندونه كړې۔ ده ووئيل پاكستان ترهګري كه ھغه په هر شكل كښې وي غندنه كوي۔ اولس مشر سري لنكا لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلي كولو سره د پاكستان لخوا سري لنك?? ته د ترهګرۍ مخنيوي اقداماتو په لړ كښې د هر ډول ممكنه مرستې وړاندېز وكړو