د اولس مشر ډاكټر عارف علوي نيوزي لېنډ كښې د ترهګرۍ پېښه كښې د شهيد شويو پاكستاني وګړو سيد اريب احمد او ذيشان احمد كورنيو سره دغم دړد او افسوس څرګندونه

image

کراچۍ ۔ 17 مارچ(اے پی پی) اولس مشر ډاكتر عارف علوي د اتوار په ورځ نيوزي لېنډ كښې د ترهګرۍ پېښه كښې د شهيد شويو پاكستاني وګړو سيد اريب احمد او ذيشان احمد كورونو ته لاړو او ددوئي كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ اولس مشر د سید اریب احمد كور ته لاړو او دده كورنۍ سره ئې ملاقات وكړو۔ اولس مشر د سيد اريب احمد شهيد لوړو درجو له دعا وكړه او غمجنې كورنۍ سره ئې خواخوږي ښكاره كړه۔ اولس مشر د ذيشان احمد كورنۍ سره هم ملاقات وكړو۔ ذیشان احمد٬ دده پلار غلام حسېن او دده مور كرم بي بي په كرائسټ چرچ پېښه كښې شهيد شوي وو۔ اولس مشر شهيدانو له فاتحه ولوستله او ددوئي لوړو درجو له ئې دعا وكړه۔ اولس مشر ووئيل مونږ د غم په دې وخت كښې د ذيشان احمد كورنۍ سره يؤ

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں