د اطلاعات او خپرونو فاقي وزير چوهدري فواد حېسن د تركيې سركاري خبري اېجنسۍ اناتوليه (اے اے) د اسلام آباد دفتر پرانستې دستورې ته وېنا

image
APP92-12 ISLAMABAD: March 12 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhary Fawad Hussain inaugurating the regional bureau office of Anadolu News Agency along with Ambassador of Turkey Ihsan Mustafa Yurdakul. APP

اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو فاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي وزیراعظم عمران خان به (سبا) ترکیې، چین او د ماليزيا پشمول 5 هېوادونو لپاره د ويزه فري پراجېكټ پرانسته كوي٬ بل پړاٶ كښې به 55 هېوادونو ته په هوائي مېدان د ويزې آسانۍ وركولې شي٬ ترکیه او پاکستان قوي اړيكې لري٬ د نړيوالي ميډيا پاكستان ته واپسي خوشبينه ده٬ د پاكستان حکومت نړيوالو خبريالانو لپاره ويزه پاليسي ښه كړې او خبريالانو لپاره ويزه پاليسي هم معرفي كوٶ٬ د پلوامه پېښې نه پس د پاكستان د بيانيې په نړيواله ميډيا ډاډګيرنه شوې، حکومت اے پي پي په بشپړه توګه جديد ډيجيټل سروس ته منتقل كوي٬ پاكستان يو سوله ايز او ښكلے هېواد دے او هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د سېلګرۍ په نوې پاليسۍ كار روان دې۔ د نهې په ورځ د تركيې سركاري خبري اژانس اناطوليه (اے اے) په اسلام آباد كښې د دفتر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل مونږ پاكستان كښې د اناطوليه نيوز اېجنسۍ د سميه ايز دفتر هركلے كوٶ٬ دواړه هېوادونه قوي اړيكې لري او د خبري اژانس د لارې د ميډيا په څانګو كښې به لا مرسته زياته شي۔ ده ووئيل د اېجنسۍ 41م بېورو آفس پاكستان كښې پرانستلې شوې۔ ده ووئيل د تركيې حكومت لكه د پخوا غوندې د پاكهند تاو تريخوالي كښې هم د پاكستان د بيانيې ملاتړ كړې ۔ ده ووئيل د نيمې وچې مسلمانانو تل تركيې سره ملګرتيا كړې ٬ وخت سره سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شوې۔ ده ووئيل د پاكستان حکومت نړيوالو خبريالانو لپاره ويزه پاليسي ښه كړې او خبريالانو لپاره ويزه پاليسي معرفي كوٶ۔ ده ووئيل پاكستان يو سوله ايز او ښكلے هېواد دے او هېواد كښې د سېلګرۍ ودې لپاره د سېلګرۍ په نوې پاليسۍ كار روان دې۔ د اطلاعات وزير ووئېل د نړيوالې ميديا او سېلګرو پاكستان كښې هركلے كوٶ او دوي ته به ټولې اسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان به (سبا) د زيارت په ورځ ترکیې، چین او د ماليزيا پشمول 5 هېوادونو لپاره د ويزه فري پراجېكټ پرانسته كوي۔ وفاقې وزير ووئيل د پاكستان تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كول غواړو۔ ده ووئيل حکومت اے پي پي په بشپړه توګه جديد ډيجيټل سروس ته منتقل كوي كوم چې به د حكومت او رياست جديد ډيجيټل سروس وي۔ ده ووئيل په راتلونكي وخت كښې به يوازې د آئيډياز جنګ هم په آئيډياز كولې شي٬ ده ووئيل د مودي کائنیټك وار او جنګی جنون ميډيا هم ناكامه كړې ٬ د ګردې نړۍ ميډيا د پاكستاني ميډيا بيانيه سمه او د هندي ميډيا مسخره ګرځولې۔ د دې نه وړاندې د چوهدري فواد حسېن د تركيې د سركاري نيوز اېجنسۍ اناطوليه (اے اے) په اسلام آباد كښې د دفتر پرانسته وكره او د ادارې پرمختګ لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں