د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په مشرۍ كښې 218م كور كمانډر كفنرنس

image

پېنډۍ 04 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي د ردالفساد عملياتو له مخې آپرېشن روان دے٬ اوس ضرورت د دې خبرې دے چې د امن بهتر صورتحال خواږه تر اولس ورسولې شي٬ د هېواد دښمنه عناصرو سازشونه ناكامه كولو لپاره هڅې كوٶ٬ د پاکستان په ضد شوې سازشونه به ناكامه كوٶ۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه دا خبره د ګل په ورځ 218م كور كمانډر كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د آئي اېس پي پي آر له مخې د جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې 218م كوركمانډر كفنرنس د پوځ په مركزي دفتر پېنډۍ كښې وشو ۔ كور كمانډرز د هېواد په كورني امنيتي وضعه او منطقه كښې امن لپاره د پورته كړو اقداماتو پشمول د افغان روغې جوړې په عمل د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د غونډې په مهال په لائن آف كنټرول او وركنګ باٶنډري په صورتحال هم خبرې اترې وشوې او د هند لخوا د جنګ بندۍ د پرله پسې خلاف ورزو او په بې ګناه كشميريانو د كېدونكو ظلمونو په اړه هم خبرې وشوې۔ په غونډه كښې ګډون كوٶنكو د كشمير يوالي ورځ په موقع كشميريانو وروڼو سره د يوالي څرګندونه وكړه ۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ کنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل د خپل اړخه د تحفظ پشمول كوټلې قامي ردعمل ته بشپړه پاملرنه لرو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں