وفاقي وزير سيد علي حېدر زېدي په رمضان ګھانچي ترسره شوې بريد وغندلو

image

اسلام آباد ۔ 26 جنوری (اے پی پی) د بندر ځايونو او جهازرانۍ وفاقي وزير سيد علي حېدر زېدي د پاكستان تحريك انصاف د سندھ اسمبلۍ په غړي رمضان ګھانچي ترسره شوې بريد په سختو ټكو كښې غندلې دې۔ وفاقي وزير ووئيل سياسي حريف دا ډول ناوړه كارروايو سره زمونږ د اولسي خذمت جذبه كمولې نه شي۔ ده ووئيل په ګھانچی د بريد كوؤنكو مقصد خپله بدعنواني او نااهلي پټول دي ولې د دې باوجود به د هېواد لوټ كوؤنكو احتساب روان ساتلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د سندھ اسمبلۍ صوبائي غړي خپله حلقه كښې د اوبو كمي مسئلې حل له غږ پورته كولو چې په دغه مهال په ده ټمبر ماركيټ كښې ګھاس ماركيټ ته نزدې ډزې وكړې شوې چې په نتيجه كښې ئې دې ژوبل شو۔ بياهم روغتون كښې دده حالت خطر څخه بهر ښودلې شوې دې

مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں