پاكستان به هند يا اسرائيل سره پټې خبرې نه كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدي فواد حسېن

image

اسلام آباد ۔27 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن دا خبره په ډاګه كړې ده چې پاكستان به هند يا اسرائيل سره پټې خبرې نه كوي۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود احسن اقبال په ټويټ كوم كښې چې احسن اقبال حكومت څخه په اسلام آباد هوائي مېدان كوزې شوې اسرائيلي الوتكې په اړه په سوشل ميډيا د خپور شويو خبرونو وضاحت غوښتلې د خپل غبرګون څرګندونه كولو سره ووئيل حقيقت دا دې چې نه عمران نواز شريف دې او نه كابينه كښې ستا په ډول كوم جعلي ارسطو موجود دے۔ ده ووئيل كه تا د پاكستان دومره فكر لرلو څومره چې څرګندوې نو نن به مونږ دې حالاتو سره مخ نه وو۔ ده ووئيل مخالفه ډلې دې فكر نه كوي ولې چې پاكستان نن په محفوظو لاسونو كښې دې

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں