اسلام آباد ۔ 29 ستمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حكومت د ښېرازه او پاك صفا پاكستان بنياد اېښودونكې دې۔ په دې لړ كښې به د ټولو په سلا بشپړه پالېسي جوړولې شي۔ كراچۍ څخه د صفائۍ يو لوئې مهم پېل كوؤنكې يؤ۔ هېواد كښې د سېلګرۍ څانګې ته وده وركولو له به هم بشپړه ګامونه پورته كولې شي۔ غواړو چې زمونږ د منصوبو آډټ دې زمونږ سياسي مخالف ګوند وكړي۔ د نواز شريف حكومت د منصوبو آډټ كولو له شهباز شريف د پي اے اسي چيئرمېن ټاكل مناسب نه دي۔ د پي اے سي د تعينات كولو پرېكړه به ګوند په سلا كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په ضمني ټاكنو كښې د پاكستان تحريك انصاف نومولې شويو كانديدانو سره ملاقات نه وروستو د ابلاغ ذريعو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په ضمني ټاكنو كښې به پاكستان تحريك انصاف ښكاره كاميابي ترلاسه كړي۔ ټاكنو كښې سپېځلتيا باوري كولو له حكومت كومه حلقه كښې انتظامي بدلون كړې نه دې۔ مسلم ليګ (ن) چې څنګه ضمني ټاكنې كړې وې پي ټي آئي به دغسې ټاكنې نه كوي۔ ده ووئيل زمونږ د ضمني ټاكنو زياتره كانديدان دا شكايت كوي چې د انتظاميې چارواكي مونږ سره مرسته نه كوي بلكې ضمني ټاكنو كښې برخه اخستونكو كانديدان وېنا ده چې داسې محسوسېږي لكه زمونږ تعلق مخالفې ډلې سره وي۔ ددوئي ګله په ځائې ده ولې حكومت به ټاكنو كښې هېڅ ډول لاس وهنه نه كوي دغسې چې د سپېځليو ټاكنو د لارې كاميابي ترلاسه كړې شي چې ورسره په پارلمان كښې د پي ټي آئي په اكثريت كښې لا زياتوالې وشي۔ ده ووئيل په مجموعي توګه په 16 حلقو كښې ضمني ټاكنې كېږي په كومو كښې به چې پي ټي آئي ښكاره اكثريت ترلاسه كړي۔ دې نه وړاندې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې يوه غونډه وشوه په كومه كښې چې سېلګرۍ سره سره په هېواد كښې د صفائۍ مهم فعاله جوړولو له د حكمت عملۍ جاج واخستې شو۔ په دې لړ كښې د څلور واړو صوبو د اعلی وزيرانو باور هم ترلاسه كړې شوې دې۔ ده ووئيل كراچۍ كښې صفائي يوه لويه مسئله ده ۔ د صفائۍ مهم به كراچۍ څخه پېل كولو سره په منظمه توګه ټول هېواد كښې خپرولې شي۔ د هېواد ښېرازه او صفا جوړولو له ټولو همكارانو څخه وړاندېزونه غوښتلې شوي دي او په دې لړ كښی ځينو همكارانو څخه وزيراعظم عمران خان وزیراعظم عمران خان پرېزنټېشن هم اخستې دې۔ د موروثی سیاست په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په ځينو ځايونو كښې موروثی سیاست د حلقې سياست سره متصادم كېږي چې په سبب ئې د حلقې سياست ته اهميت وركولې شي۔ په ضمني ټاكنو كښې د ټكټونو پرېكړې د حلقې د سياست ترمخه او په مېرټ شوې دي۔ د مسلم لیګ (ن) د سناتور مشاهد اللہ خان لخوا تېره ورځ سېنېټ كښې د شوي تقرير په اړه ده ووئيل زه ايوان كښې نه ووم ځكه په دې به هېڅ خبره نه كوم۔ سېنېټ كښې به دده په موجودګۍ كښې ټول حقائق رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل د چا په غېر موجودګۍ كښې بايد خبره ونكړې شي۔ د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمین تعینات كولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په دې اړه ما ٬ وزيراعظم عمران خان او سپيكر اسد قېصر خپل نقطه نظر ښكاره كړې چې په چیئرمین شپ اپوزیشن هېڅ حق نه لري۔ ده ووئيل مونږ پرېكړه كړې چې زمونږ د منصوبو آډټ دې زمونږ سياسي مخالف ګوند وكړي۔ دغسې د نواز شريف حكومت د منصوبو آډټ كولو له شهباز شريف د پي اے اسي چيئرمېن ټاكل مناسب نه دي۔ د پي اے سي د تعينات كولو پرېكړه به ګوند په سلا كوي۔ د كنټرېكټ ملازمينو نوكرو په اړه ده ووئيل د كوم خاص پراجېكټ لپاره په كنټرېكټ بھرتي ددغې پراجېكټ لپاره كېږي او په دې لړ كښې د تعينات كېدو نه وړاندې ملازمان باقاعده كنټرېكټ لاس ليك كوي بياهم په دې لړ كښې به اصلاحات كول وي دغسې چې څوك بېروزګاره نه شي۔ په بېوروكرېسي كښې په دې لړ كښې هم اصلاحات روان دي۔ د تحریک انصاف د عمومي سېكتر د خالي چوكۍ په اړه ده ووئيل په ننۍ غونډه كښې په دې معامله غور شوې نه دې۔