په 20 ورځو كښې د جوړو كړو دوو رېل ګاِډو پرانسته به كولې شي

image
APP04-13 RAWALPINDI: September 13 – Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed talking to media persons after inspecting Mianwali Rail Car Rake Rawalpindi Station. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي په 20 ورځو كښې د جوړو كړو دوو رېل ګاډو پرانسته به كولې شي٬د پاكستان رېلوے خسارې څخه د ويستلو او د ګټورې ادارې جوړولو لپاره مونږ لوظ كړې٬د پاكستان رېلوے سي پېك پروژه كښې د ملا د تير حېثيت لري٬د سي پېك خلاف څوك هم نه دي٬د پرژې به بشپړه مرسته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ميانوالي رېل كار اپ ګرېډ ډريګ څارنې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان او چين رېلوے به په ګډه انقلاب راولي او پسمانده سيمو ته به پاكستان رېلوے رسولې شي۔ده ووئيل چيف جسټس او وزيراعظم چې د بند لپاره كوم اقدام كړې هغه د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د ناله لئي پروژه به ډېره زر پېل شي۔په دې لړ كښې د اېف ډبليو او سره خبره شوې۔وفاقې وزير ووئيل تر 30 دسمبر به د پاكستان رېلوے مثالي اداره جوړولې شي۔د پاكستان رېلوے خساره 42 اربه روپۍ ده كومه به چې په هر صورت ختمولې شي۔د ګوادر نه تر كوئټې ټريك جوړولې كېږي۔ده ووئيل زمونږ په زرګونو ايكړه زمكه قبضه كړې شوې۔د دغې زمكې قبضې ختمولو له به هم اقدامات كولې شي٬ملازمانو له به تحفظ وركولې شي۔ده ووئيل د عمران خان د وژن له مخې رېلوے به د كرپشن څخه پاكولې شي۔په دې موقع ده د 30 خواري كښو لپاره د پنځه پنځه زره روپو اعلان وكړو چا چې شپه او ورځ محنت كولو سره دوه رېل ګاډي جوړ كړي دي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں